25 هغۀ ترې تپوس وکړو، ”ستاسو ايمان چرته دے؟“ هغوئ په يره او حېرانتيا يو بل ته ووئيل چې، ”دا لا څۀ قِسم سړے دے چې هوا او چپو له حکم ورکوى او هغوئ يې حکم منى؟“
آسمان ته څوک تلے او بيا راغلے دے؟ هوا چا په موټى کښې بنده کړې ده؟ او سمندر چا په خپل څادر کښې راګېر کړے دے؟ او د دُنيا حدونه چا مقرر کړى دى؟ د هغۀ نوم څۀ دے او د هغۀ د زوئ نوم څۀ دے؟ کۀ تا ته پته وى نو ما ته يې راوښايه.
او کله چې هغۀ سمندر ته حد مقرر کړو، ترڅو چې اوبۀ د هغۀ د حُکم نه يو قدم هم زيات وانۀ خلى، او کله چې هغۀ د زمکې بنيادونه کېښودل نو زۀ هلته وم.
عيسىٰ سمدستى خپل لاس وراوږد کړو او هغه يې د لاسه ونيوو او ورته يې وفرمائيل، ”ستا عقيده څومره کمزورې ده. شک دې ولې وکړو؟“
هغۀ جواب ورکړو چې، ”ځکه ستاسو ايمان ډېر کمزورے دے. زۀ تاسو ته رښتيا وايم، کۀ ستاسو ايمان د شړشمو د تخم هومره هم وى نو چې تاسو دې غر ته ووايئ چې دلته نه هلته لاړ شه، نو هغه به روان شى. او هيڅ کار به ستاسو دپاره ناممکن نۀ وى.“
خو کۀ چرې خُدائ پاک د پټو واښو له داسې جامې ورکوى، کوم چې نن شته او سبا به په تنور کښې غورزولے شى، نو ولې هغه به بيا تاسو ته ښکلې جامې در نۀ کړى څۀ؟ اے د کم ايمان خاوندانو.
عيسىٰ په حېرانتيا د هغۀ خبرې واورېدې نو هغه ګڼې ته يې وفرمائيل چې، ”زۀ تاسو ته رښتيا وايم چې ما داسې ايمان په بنى اِسرائيلو کښې چرته هم نۀ دے ليدلے.
هغۀ ورته وفرمائيل چې، ”تاسو ولې دومره يرېږئ، ستاسو ايمان څومره کمزورے دے؟“ بيا هغه ودرېدو، طوفان او د اوبو چپې يې ورټلې نو په هغه ساعت قلاره قلارې شوه.
په هغه ورځ ماښام هغۀ مريدانو ته وفرمائيل، ”راځئ چې د درياب پورې غاړې ته لاړ شُو.“
خو کۀ چرې خُدائ پاک د پټو واښو ته داسې جامې ورکوى، کوم چې نن شته او سبا په تنور کښې غورزولے شى، نو ولې هغه به بيا تاسو له ښکلې جامې درنۀ کړى څۀ؟ اے د کم ايمان خاوندانو.
مريدان هغۀ له ورغلل او په چغو يې رابېدار کړو، ”مالِکه، مالِکه، مونږ ډوبيږو.“ هغه بېدار شو او سيلۍ او د اوبو چپې يې ورټلې. طوفان ودرېدو نو په هغه ساعت قلاره قلارى شوه.
بيا عيسىٰ د خپلو مريدانو سره د ګِراسينيانو علاقې ته ورسېدلو کوم چې د ګليل په بله غاړه وو.
عيسىٰ هغې ته وفرمائيل، ”ولې ما تاسو ته دا نۀ وُو وئيلى څۀ، چې کۀ چرې تاسو ايمان لرئ نو تاسو به د خُدائ پاک لوئى ووينئ؟“