2 او يو څو ښځې وې څوک چې د پيريانو نه خلاصې شوې وې او د رنځونو نه جوړې شوې وې. په دوئ کښې مريم چې د مګدلينى په نوم يادېده د چا نه چې اووۀ پيريان شړلے شوى وُو،
د هغۀ آوازه په ټول شام کښې خوره شوه او د هر رنځ بيماران چې په عذاب آخته وُو، يعنې هغوئ چې پيريانو نيولى وُو، ميرګو نيولى او شل يې ورله راوستل نو هغۀ روغ کړل.
هر کله چې د سبت ورځ تېره شوه، مريم مګدلينى، د يعقوب مور مريم او سلومى خوشبوداره تېل واخستل او نيت يې وکړو چې ورشى او د عيسىٰ په لاش يې واچوى.
کله چې عيسىٰ د اِتوار په سحر د مړو نه راژوندے شو نو اول مريم مګدلينى ته ښکاره شو د چا نه چې هغۀ اووۀ پيريان لرې کړى وُو.
ډېر خلق ورپسې وُو چې په کښې ګڼې ښځې هم وې، چې ځانونه يې وهل او په هغۀ يې وير کولو.
د عيسىٰ ټول دوستان هلته لرې ولاړ وُو او کومې ښځې چې د ګليل نه ورپسې راغلې وې، هغوئ هم ورسره ولاړې وې او دا هر څۀ هغوئ په خپله وليدل.
کومې ښځې چې ورسره د ګليل نه راغلې وې هغوئ يوسف پسې وې او هغوئ قبر په نښه کړو او دا يې کتل چې د عيسىٰ لاش يې چرته ښخ کړو.
بيا عيسىٰ د هغۀ نه تپوس وکړو چې، ”نوم دې څۀ دے؟“ هغۀ ووئيل چې، ”زما نوم لښکر دے،“ ځکه چې هغه ډېرو پيريانو نيولے وو.
خو د عيسىٰ د سولۍ سره نزدې د هغۀ مور او ترور او د کلوپاس ښځه مريم او مريم مګدلينى ولاړې وې.
هغوئ ټول په يوه مخه په دُعا سر وُو او د هغوئ سره ښځې هم وې چې په کښې مريم د عيسىٰ مور او د هغۀ وروڼه هم شامل وُو.