Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




لوقا 8:14 - Pakistani Yousafzai Pashto

14 او په غنو کښې د پرېوتلى تخم مِثال د هغه چا دے څوک چې کلام واورى خو نوره وده يې د مال دولت لالچ او د ژوند د خوشحالو په وجه مرۍ خپه کړى او مېوه يې پخه نۀ شى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




لوقا 8:14
17 Iomraidhean Croise  

په غنو کښې د پرېوتلى تخم مِثال د هغه چا دے څوک چې کلام واورى خو دُنيادارى او د دولت مينه په دۀ غالبه شى او کلام بې‌مېوې پاتې شى.


خو د دُنيا غم او د مال دولت لالچ او د نورو څيزونو خواهشات په مينځ کښې راشى او د کلام مرۍ خپه کړى او کلام بې‌مېوې پاتې شى.


يو غلام هم د دوو مالِکانو خِدمت نۀ شى کولے، ځکه چې يا خو به هغه د يو نه نفرت کوى او د بل سره مينه، او يا به هغه د يو وفادار وى او د بل نه به کرکه کوى. تاسو د خُدائ پاک او د مال دولت دواړو يو ځائ خِدمت نۀ شئ کولے.“


خيال ساتئ او پام کوئ. خپل زړونه په بد مستۍ، نشو او په دُنياوى غمونو مۀ آخته کوئ، ځکه چې هغه ورځ ناګهانه تاسو لکه د لټ راګېر نۀ کړى.


په کاڼيزه زمکه د کَرلے شوى تخم مِثال د هغه چا دے چې هر کله چې کلام واورى په خوشحالۍ سره يې قبول کړى خو جرړې يې نۀ وى او د لږ وخت دپاره پرې ايمان راوړى نو د آزمېښت په وخت کښې تيندک وخورى.


خو د ښې زمکې مِثال د هغه چا دے څوک چې په ښۀ او پاک زړۀ سره کلام واورى او پرې مضبوط شى او په دې د صبر مېوه راوړى.


او څۀ تخم په غنو کښې پرېوتو، ازغى ورسره لوئ شول او فصل يې لاندې کړو.


هر څوک چې په ما کښې نۀ اوسى هغه به لکه د بې‌کاره څانګې په شان ګزار کړے شى، او اوچ به شى، او دغه شان اوچې څانګې يو ځائ ته راټوليږى او په اور کښې سوزولے کيږى.


او څوک چې د دې موجوده زمانې دولتمند دى هغوئ ته حُکم ورکړه چې مغرور کيږى دې نه، او نۀ دې په نا اعتباره مال څۀ اُميد کوى، بلکې په خُدائ پاک دې اُميد ساتى څوک چې د خوشحالۍ دپاره مونږ له ټول څيزونه ډېر زيات راکوى.


ځکه چې ديماس د دې موجوده دُنيا په مينه کښې زۀ پرېښودلم او تِسالونيکې ته لاړو او کريسکينس ګلتيه ته لاړو او تيطوس دلماتيه ته لاړو.


نو راځئ چې د مسيح په حقله د ابتدائى تعليم خبرې پرېږدو او د بلوغيت په طرف قدم اوچت کړُو. مونږ ته د دې ابتدائى کارونو د بار بار کولو ضرورت نشته لکه د شرارت اميز عملونو نه توبه کول او په خُدائ پاک ايمان راوړل


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan