لوقا 8:13 - Pakistani Yousafzai Pashto13 په کاڼيزه زمکه د کَرلے شوى تخم مِثال د هغه چا دے چې هر کله چې کلام واورى په خوشحالۍ سره يې قبول کړى خو جرړې يې نۀ وى او د لږ وخت دپاره پرې ايمان راوړى نو د آزمېښت په وخت کښې تيندک وخورى. Faic an caibideil |
کله چې دا ګنده خلق ستاسو په مېلمستيا کښې تاسو سره په خوراک څښاک شراکت کوى نو هغوئ په ډېر بېادبۍ سره خوراک کوى لکه د هغه شپونکو په شان چې صرف خپله ګېډه ډکوى. هغوئ د هغه بېبارانه وريځو په شان دى چې هوا په مخه کړې وى، او د منى د بېمېوې ونو په شان دى چې په دواړه اړخه مړې وى، يعنې د بېخه ويستلے شوې وى.