5 ځکه چې هغه زمونږ د قوم خوږمن دے او هغۀ زمونږ دپاره عبادتخانه هم جوړه کړې ده.“
د صور بادشاه حيرام د داؤد همېشه ملګرے وو او چې کله هغه خبر شو چې سليمان د خپل پلار داؤد نه پس بادشاه جوړ شوے دے نو هغۀ له يې سفيران ورولېږل.
هغوئ عيسىٰ له راغلل او ډېر زارى مِنت يې ورته وکړو او ورته يې ووئيل چې، ”صوبه دار ستا د مدد حقدار دے،
عيسىٰ د هغوئ سره لاړو. نو چې هغه کور ته نزدې شو نو صوبه دار يو څو دوستان په دې غرض ورولېږل چې، ”مالِکه، نور تکليف مۀ کوه ځکه چې زۀ د دې جوګه نۀ يم چې تۀ زما کور ته راشې.
ځکه کۀ زمونږ ايمان په عيسىٰ مسيح وى، نو بيا سنت او ناسنت څۀ غټه خبره نۀ ده. خو کوم کار چې ضرورى دے، هغه صرف ايمان دے چې ځان په مينې سره څرګندوى.
کۀ چرې مونږ خپلو ايماندارانو وروڼو او خوېندو سره مينه کوُو، نو د دې نه دا پته لګيږى چې مونږ د مرګ نه ژوند کښې داخل شوى يُو. خو هغه څوک چې مينه په کښې نۀ وى هغه لا تر اوسه د مرګ په حالت کښې دے.