48 بيا عيسىٰ هغې ته وفرمائيل چې، ”ستا ګناهونه وبخښلے شول.“
نو ورله څۀ کسانو يو شل سړے په کټ کښې پروت راوړو. د هغوئ ايمان يې چې وليدو نو عيسىٰ هغه شل سړى ته وفرمائيل چې، ”زما زويه، خاطر جمع کړه، ستا ګناهونه معاف شول.“
آيا دا آسانه خبره ده چې ووائى چې ګناهونه دې معاف شُو او کۀ دا چې ووائى چې پاڅه او وګرځه؟
کله چې عيسىٰ د هغوئ دا ايمان وليدو نو هغه شل سړى ته يې وفرمائيل، ”زما زويه، ستا ګناهونه معاف شول.“
آيا دا آسانه خبره ده چې زۀ دې شل کس ته ووايم چې ګناهونه دې معاف شُو، او کۀ دا ووايم چې پاڅه خپله بستره دې واخله او وګرځه؟
کله چې عيسىٰ د هغوئ ايمان وليدو نو وې فرمائيل، ”ګرانه، ستا ګناهونه معاف شول.“
آيا دا آسانه خبره ده چې ووائى چې ګناهونه دې معاف شُو، او کۀ دا چې ووائى چې پاڅه او وګرځه؟
زۀ تا ته دا وايم چې هغې دومره مينه وکړله ځکه چې د هغې ډېر ګناهونه بخښلے شوى دى. د چا چې لږ ګناهونه بخښلے شوى وى هغه لږه مينه کوى.“