45 تا زۀ ښکل قدرې نۀ کړم خو د کوم وخت نه چې زۀ راغلے يم هغه لګيا ده زما پښې ښُکلوى.
بيا يعقوب، راحيل ښُکل کړه او د خوشحالۍ نه په ژړا شو،
خو عِيسو مِلاوېدو دپاره هغۀ له ورمنډه کړه او د هغۀ نه يې لاسونه تاو کړل، راغاړه يې ويستلو او ښُکل يې کړو. دوئ دواړو وژړل.
کله چې هغه سړے ورله نزدې راغلو چې د ابىسلوم په وړاندې ټيټ شى، نو ابىسلوم به ورورسېدو، هغه به يې ونيولو او ښُکل به يې کړو.
بيا داؤد او د هغۀ ټول سړى د اُردن سيند نه پورې وتل. هغۀ برزلى ښُکل کړو او د هغۀ دپاره يې خپل برکت وغوښتلو او برزلى واپس کور ته لاړو.
جاسوس هغوئ ته دا نښه ښولې وه، ”څوک چې زۀ ښکل کړم هم هغه دے، وې نيسئ.“
په خپلو کښې په پاکې مينې سره يو بل ته سلام ووايئ، د مسيح ټول جماعتونه درته سلام وائى.
ټول وروڼه او خوېندې درته سلامونه وائى. په پاکې مينې سره يو بل ته سلام ووايئ.
او اے پلارانو، تاسو خپلو بچو له غصه مۀ ورولئ بلکې د هغوئ تربيت، نصيحت او پالنه د مالِک په طريقه کوئ.
زما د خوا نه ټولو ايماندارانو ته په پاکې مينې سره سلام ووايئ.