43 شمعون جواب ورکړو، ”زما په خيال چې کوم سړى ته يې زياتې وبخښلې.“ عيسىٰ وفرمائيل چې، ”بېشکه تۀ صحيح وائې.“
نو د هغۀ د مالِک په زړۀ کښې هغۀ ته رحم راغلو هغۀ هغه آزاد کړو او قرض يې ورته وبخښلو.
هر کله چې عيسىٰ وليدل چې هغۀ څومره په پوهه سره جواب ورکړو نو هغۀ ورته وفرمائيل چې، ”تۀ د خُدائ پاک د بادشاهۍ نه لرې نۀ يې.“ د دې نه پس بيا چا همت ونۀ کړو چې د عيسىٰ نه نور تپوسونه وکړى.
هر کله چې هغوئ په لاره تلل نو عيسىٰ يو کلى ته راغلو چرته چې مرتا نومې يوې ښځې په خپل کور کښې مېلمه کړو.
د دواړو سره د قرض ورکولو هيڅ درک نۀ وو نو دواړو ته يې وبخښل. نو اوس ووايه چې په دې دواړو کښې به د هغۀ سره زياته مينه کوم يو کوى؟“
بيا يې ښځې ته مخ ورواړولو او شمعون ته يې وفرمائيل چې، ”تۀ دا ښځه وينې؟ زۀ ستا کور ته راغلم او تا زما د پښو دپاره اوبۀ قدرې هم رانۀ کړې خو دې ښځې زما پښې په خپلو اوښکو لمدې کړې او هغه يې په خپلو وېښتو وچې کړې.
زۀ تا ته دا وايم چې هغې دومره مينه وکړله ځکه چې د هغې ډېر ګناهونه بخښلے شوى دى. د چا چې لږ ګناهونه بخښلے شوى وى هغه لږه مينه کوى.“