Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




لوقا 7:39 - Pakistani Yousafzai Pashto

39 کله چې د هغۀ کوربه فريسى دا وليدل نو د ځان سره يې ووئيل، ”کۀ دا سړے چرې رښتينے نبى وے نو هغه به په دې خبر وے چې دا لاس وروړونکې ښځه څوک ده او دا څنګه ښځه ده يعنې يوه ګناهګاره ده.“

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




لوقا 7:39
25 Iomraidhean Croise  

چې د اليشع نوکر جيحازى د خپل ځان سره ووئيل، ”زما نېک نعمان هم داسې پرېښودو او يو څيز يې هم ترې نه وانۀ خستلو. هغه شامى چې څۀ راوړى وُو نو دۀ له په کار وُو چې هغه يې ترې نه اخستے وے. زۀ په ژوندى مالِک خُدائ قسم کوم چې زۀ به په هغۀ پسې ورمنډه کړم او څۀ نه څۀ به ترې نه واخلم.“


هغه داسې سړے دے چې همېشه د خرچ سوچ کوى، هغه تاسو ته وائى چې، ”راشئ ما سره وخورئ وڅښئ.“ خو هغه د زړۀ نه دا خبره نۀ کوى.


او بيا دوئ يو بل ته وائى، ”ما ته مۀ رانزدې کېږه ګنې ما به پليت کړې. زۀ ستا نه زيات مقدس يم.“ داسې خلق زما په سپېږمو کښې د بدبوئ په شان دى، د داسې خراب بوئ په شان چې هيڅکله نۀ ختميږى.


دغه شان وروستنى به اول شى او اول به آخر شى.“


او ګڼې ورته جواب ورکړو چې، ”د ګليل د ناصرت نه دا عيسىٰ پېغمبر دے.“


ځکه چې د انسان د زړۀ نه بد خيالونه راوځى، حرام کارى، غلاګانې، قتلونه، زناکارى،


هغۀ د ځان سره ووئيل، ما ته څۀ کول پکار دى؟ ما سره خو دومره ځائ هم نشته چې دا غله په کښې انبار کړم.


خو فريسيانو او د شرعې عالمانو په خپلو کښې غورېدل شروع کړل او داسې لګيا وُو، ”ګورئ دا سړے خو ګناهګارانو ته هرکلے وائى او ورسره خوراک هم کوى.“


ناظر د ځان سره ووئيل، زما دا نېک چې مې د نوکرۍ نه وباسى نو اوس به زۀ څۀ کوم؟ زۀ خو دومره تکړه نۀ يم چې خټې لوټې وکړم او په خير غوښتلو هم شرمېږم.


ډېره موده هغۀ اِنکار کولو خو آخر يې په زړۀ کښې ووئيل، حقه خو دا ده چې زۀ نۀ خو د خُدائ پاک نه يرېږم او نۀ د خلقو پرواه کوم،


نو داسې کارونه وکړئ چې ورنه ستاسو د توبې ايستلو پته ولګى. تاسو ځان سره داسې سوچ مۀ کوئ چې ګنې تاسو د اِبراهيم اولاد يئ، ځکه چې زۀ درته دا وايم چې خُدائ پاک د دې کاڼو نه هم د اِبراهيم دپاره اولاد پېدا کولے شى.


په هغه ټولو خلقو باندې زبردسته يره خوره شوله او هغوئ ټولو د خُدائ پاک ثنا ووئيله او وې وئيل چې، ”زمونږ په مينځ کښې يو لوئ نبى راښکاره شوے دے او خُدائ پاک د خپلو خلقو د مدد دپاره راغلے دے.“


نو په هغه ښار کښې يوه زناکاره ښځه چې د عيسىٰ د راتلو نه خبر شوله چې د يو فريسى په کور کښې مېلمه دے نو قيمتى عطر يې د مرمرو په عطردان کښې راوړل.


هغه د عيسىٰ د پښو سره وروستو ودرېدله او په ژړا شوه او د هغۀ پښې د هغې په اوښکو لمدې شوې او هغه هغې په خپلو وېښتو وچې کړې او ښکل يې کړې او عطر يې پرې واچول.


عيسىٰ د هغۀ په زړۀ پوهه شو او ورته يې وفرمائيل چې، ”شمعونه. زۀ تا ته څۀ وئيل غواړم.“ هغۀ ووئيل چې، ”ووايه مالِکه.“


ښځې هغۀ تۀ ووئيل، ”مالِکه، ما ته ښکارى چې تۀ نبى يې.


او په ګڼه کښې د هغۀ په حقله ګنګوسے روان وو. چا به وئيل چې، ”هغه ښۀ سړے دے،“ خو ځينو به وئيل چې، ”نه، هغه خلق بې‌لارې کوى.“


نو بيا په دوېم ځل هغوئ هغه سړے راوغوښتو څوک چې ړوند وو او ورته يې ووئيل، ”خُدائ پاک ته مخ کړه او رښتيا ووايه، خو مونږ ته دا پته ده چې دا سړے ګناه ګار دے.“


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan