34 او کله چې اِبن آدم راغلو چې خورى څښى نو تاسو وايئ چې، دۀ ته وګورئ. دا ګيډور شرابى د محصولچيانو او ګناهګارو دوست دے.
اِبن آدم په خوړلو څښلو ورته راغلو او دوئ وائى چې دۀ ته ګورئ، يو ګيډور او شرابى، د محصولچيانو او بدکارانو ملګرے. خو بيا هم خلقو ته حکمت په خپلو کارونو کولو صادق ثابت شو.“
کۀ تاسو صرف د هغوئ سره مينه کوئ څوک چې تاسو سره مينه کوى نو بيا تاسو د کوم اجر اُميدوار يئ؟ ولې محصولچيان دغه شان نۀ کوى څۀ؟
او چې کله فريسيانو دا وليدل نو د هغۀ مريدانو ته يې وفرمائيل چې، ”دا ستاسو اُستاذ د محصولچيانو او ګناهګارو سره ولې يو ځائ روټۍ ته ناست دے؟“
کله چې عيسىٰ خبرې ختمې کړې نو يو فريسى هغۀ ته د روټۍ دعوت ورکړو. هغه دننه ورغلو او ورسره کښېناستو.
د سبت په ورځ عيسىٰ د يو مشر فريسى په کور کښې روټۍ خوړلو له ورغلو او د خلقو په هغۀ نظر وُو.
خو فريسيانو او د شرعې عالمانو په خپلو کښې غورېدل شروع کړل او داسې لګيا وُو، ”ګورئ دا سړے خو ګناهګارانو ته هرکلے وائى او ورسره خوراک هم کوى.“
نو خلقو چې دا وليدل نو ټول ځان سره وغورېدل او وې وئيل، ”هغه د يو ګناه ګار سړى کور ته ورغلو چې ورسره مېلمه شى.“
بيا وروستو ليوى په خپل کور کښې د عيسىٰ لويه مېلمستيا وکړله. په دې مېلمنو کښې ګڼ محصولچيان او نور خلق هم شريک وُو.
ځکه چې بپتسمه ورکوونکے يحيىٰ راغلو چې هغۀ نۀ روټۍ خوړله او نۀ يې مے څښل نو تاسو وئيل چې، په هغۀ پيريان ناست دى.
خو بيا هم حکمت په خپلو کارونو کولو صادق ثابت شو.“
يو فريسى د عيسىٰ مېلمستيا وکړله. هغه د فريسى کور ته لاړو او خوراک ته کښېناستو.
هلته هغوئ هغۀ له د ماښام مېلمستيا وکړه چې مرتا په کښې خِدمت کولو او لعزر هم د عيسىٰ سره په نورو مېلمنو کښې په دسترخوان ناست وو.
او عيسىٰ او د هغۀ مريدان هم وادۀ ته رابللے شوى وُو.