30 خو بې د فريسيانو او د شرعې د عالمانو نه چا چې د هغۀ د بپتسمې نه اِنکار کړے وو او د ځان دپاره يې د خُدائ پاک د حُکم نه مخ اړولے وو.
تاسو زما ټول نصيحتونه نظر انداز کړل او زما اصلاح کول مو رد کړل،
تاسو څنګه دا وايئ چې، مونږ ټول هوښياران يُو ځکه چې مونږ سره د مالِک خُدائ شريعت موجود دے؟ او حال دا چې د شريعت عالمانو په خپلو دروغو سره اصلى شريعت بدل کړے دے.
د هغوئ يو عالم د آزمېښت دپاره دا تپوس وکړو،
اے يروشلمه، اے د يروشلم ښاريې چې تۀ نبيان وژنې او رسولان سنګساروې کوم چې تا ته رالېږلے شوى دى. ما څو ځله دا ارمان وکړو چې ستا بچى راغونډ کړم، داسې لکه چې چرګه خپل بچى د وزرو لاندې راغونډوى، خو تا دا نۀ غوښتل.
خو کۀ چرې مونږ ووايو چې د انسانانو د طرف نه وه، نو ټول خلق به مونږ سنګسار کړى ځکه چې هغوئ دا منى چې يحيىٰ نبى وو.“
”د دې پيړۍ د خلقو مِثال په څۀ درکړم؟ هغوئ د چا په شان دى؟
ځکه چې ما تاسو ټولو نه د خُدائ پاک مقصد او يوه خبره هم د بيانولو نه، نۀ ده پټه کړې.
خو د بنى اِسرائيلو په حقله هغه فرمائى چې، ”ټوله ورځ مې هغه خلقو ته لاسونه کولاو نيولى وُو چې نافرمانه او باغيان وُو.“
مونږ چې د خُدائ پاک په خِدمت کښې شريک يُو، تاسو ته دا مِنت کوُو چې د خُدائ پاک کوم فضل چې تاسو قبول کړے دے، هغه عبث مۀ ګڼئ.
زۀ د خُدائ پاک فضل نۀ رد کوم، ځکه کۀ صداقت د شريعت په وسيله حاصليږى نو بيا خو مسيح بېمطلبه مړ شو.
مونږ چې اوس د مسيح په يووالى کښې شريک يُو، نو په دې وجه مونږ ته د خُدائ پاک نه ميراث مِلاو شوے دے، هغۀ په خپله مونږ د مخکښې نه مقرر کړى وُو. او د هر څيز نه هغه د خپلې منصوبې په مطابق کار اخلى.