3 نو کله چې صوبه دار د عيسىٰ په حقله واورېدل نو هغۀ يو څو يهوديان مشران ورولېږل او خواست يې ورته وکړو چې هغه راشى او د هغۀ نوکر له شفا ورکړى.
او کله چې عيسىٰ کفرنحُوم ښار ته وردننه شو نو يو رومى صوبه دار ورغلو او هغۀ ته يې مِنت وکړو او وئيل يې چې،
هلته د صوبه دار يو نوکر وو کوم چې په هغۀ ډېر ګران وو. او هغه مرګى حال پروت وو.
هغوئ عيسىٰ له راغلل او ډېر زارى مِنت يې ورته وکړو او ورته يې ووئيل چې، ”صوبه دار ستا د مدد حقدار دے،
بيا يائير نومې يو سړے راغلو چې د عبادتخانې يو مشر وو. هغه د عيسىٰ په پښو پرېوتو او مِنت زارى يې ورته وکړه چې، ”ما سره کور ته لاړ شه.“
بيا د ګڼې نه يو سړى چغه کړه، ”اُستاذه، زارى درته کوم چې زما په يک يو زوئ نظر وکړه.
کله چې هغۀ واورېدل چې عيسىٰ د يهوديه نه ښکته ګليل ته راغلے دے نو هغه ورله ورغلو او مِنت يې ورته وکړو چې، ”ما سره لاړ شه او زما زوئ جوړ کړه ځکه چې هغه مرګى حال پروت دے.“
زۀ تا ته د خپل زوئ اونيسيموس دپاره مِنت کوم، د چا چې زۀ د قېد په دوران کښې روحانى پلار جوړ شوم.