27 دا هغه څوک دے چې د چا په حقله چې ليکلے شوى دى چې، ”ګوره، زۀ خپل پېغمبر ستا نه وړاندې لېږم چې ستا مخې ته لاره تياره کړى.“
په بيابان کښې د نعرې وهونکى آواز دے، ”د مالِک خُدائ دپاره په بيابان کښې لار جوړه کړئ. په صحرا کښې هغۀ ته لارې نېغې کړئ.
”ګوره، زۀ خپل پېغمبر ستا نه وړاندې لېږم چې ستا مخې ته لاره تياره کړى. بيا به ناڅاپه هغه مالِک چې تاسو يې لټون کوئ خپل کور ته راشى، هغه د لوظ پېغام راوړونکے به راشى د چا چې تاسو ليواله يئ،“ مالِک خُدائ ربُ الافواج فرمائى.
دا هغه څوک دے چې د چا په حقله چې ليکلے شوى دى چې، ”ګوره، زۀ خپل پېغمبر ستا نه وړاندې لېږم چې ستا مخې ته لاره تياره کړى.“
لکه څنګه چې يشعياه نبى ليکلى دى چې، ”ګوره، زۀ خپل پېغمبر ستا نه وړاندې لېږم چې ستا مخې ته لاره تياره کړى.
او اے زما وړوکيه، تۀ به د خُدائ تعالىٰ نبى بللے شې ځکه چې تۀ به د مالِک په وړاندې تير شې چې د هغۀ لارې تيارې کړې،
نو بيا تاسو بهر د څۀ ليدو له وتلى وئ؟ يو نبى ليدو له؟ آو، زۀ دا وايم چې د يو نبى نه هم ډېر لوئ.
زۀ تاسو ته وايم د زمکې په مخ بل څوک د يحيىٰ نه لوئ نشته خو بيا هم د خُدائ پاک په بادشاهۍ کښې د ټولو نه کمزورے کس د هغۀ نه لوئ دے.“
هغۀ ورته جواب ورکړو چې، ”زۀ په بيابان کښې د نعرې وهونکى آواز يم چې نعرې وهى، د مالِک لار نېغه کړئ، لکه چې يشعياه نبى فرمائيلى وُو.“