Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




لوقا 7:21 - Pakistani Yousafzai Pashto

21 هم په هغه ساعت عيسىٰ ډېرو خلقو ته د بيماريانو نه شفا ورکړله، طاعون او بد پيريان يې لرې کړل او ډېرو ړندو له يې بينائى ورکړه.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




لوقا 7:21
12 Iomraidhean Croise  

کله چې په مُلک کښې قحط يا وبا وى، يا په سوزېدونکې هواګانو او يا د قحطۍ مُولخانو په ذريعه فصلونه تباه شى، يا ستا د خلقو په ښارونو باندې دشمنانو حمله کړې وى، يا په هغوئ باندې څۀ افت يا بيمارى راشى،


کۀ کله اِمام د دې کتلو له راشى او د کور د بيا لېولو نه پس پشم راڅرګند شوے نۀ وى، نو هغه به اِعلان وکړى چې کور پاک دے، ځکه چې پشم ورک شوے دے.


عيسىٰ په ټول ګليل کښې ګرځېدو، د يهوديانو په عبادتخانو کښې يې تعليم ورکولو او د خُدائ پاک د بادشاهۍ د زيرى بيان يې کولو او د خلقو هر رنځ او بيمارى يې روغوله.


د هغۀ آوازه په ټول شام کښې خوره شوه او د هر رنځ بيماران چې په عذاب آخته وُو، يعنې هغوئ چې پيريانو نيولى وُو، ميرګو نيولى او شل يې ورله راوستل نو هغۀ روغ کړل.


ځکه چې هغۀ دومره ډېر بيماران روغ کړى وُو چې ټولو بيمارانو دا زور کولو چې دۀ له لاس وروړى.


خو په هم هغه ساعت د ښځې وينه بنده شوه او په ځان پوهه شوه چې د عذاب نه خلاصه شوه.


هغۀ هغې ته وفرمائيل چې، ”زما لورې، ستا ايمان تۀ روغه کړې. په خير لاړه شه او د دې تکليف نه روغه شه.“


هغه پېغام وړُونکى عيسىٰ له لاړل او ورته يې ووئيل، ”بپتسمه ورکوونکى يحيىٰ مونږ تا له رالېږلى يُو چې تپوس وکړو چې تۀ هغه راتلونکے يې کۀ مونږ د بل چا اِنتظار وکړو؟“


ځکه چا سره چې مالِک خُدائ مينه کوى نو د هغۀ تنبيه هم کوى. او هغه هر هغه چا له سزا هم ورکوى چې هغه يې د خپل زوئ په توګه قبول کړى.“


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan