Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




لوقا 7:2 - Pakistani Yousafzai Pashto

2 هلته د صوبه دار يو نوکر وو کوم چې په هغۀ ډېر ګران وو. او هغه مرګى حال پروت وو.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




لوقا 7:2
24 Iomraidhean Croise  

هغۀ ووئيل، ”د مالِک خُدائ ثناء دې وى، چې زما د نېک اِبراهيم خُدائ پاک دے، چې هغۀ په رښتيا زما د نېک سره خپله وعده پوره کړې ده. مالِک خُدائ زما د نېک خپلوانو ته زۀ نېغ راوستلم.“


د رِبقه خِدمتګاره دبوره مړه شوه او بيت‌ايل ته نزدې د څېړۍ د ونې لاندې ښخه شوه. نو ځکه د دې نوم ”د ژړا څېړۍ“ شو.


ما کله چا ته دروغ وئيلى دى څۀ، او يا مې چا له دوکه ورکړې ده څۀ؟


کۀ تۀ د ورکوټوالى نه خپل نوکر نيازبين آموخته کړې، نو په آخر کښې به هغه ستا پلار شى.


کله چې صوبه دار او د هغۀ سپاهيانو چې د عيسىٰ څوکيدارى يې کوله زلزله او دا ټول واقعات وليدل نو په هغوئ هيبت راغلو او وې وئيل، ”بې‌شکه چې دا سړے د خُدائ پاک زوئ وو.“


نو د دې هر څۀ په ليدلو صوبه دار د خُدائ پاک ثنا ووئيله او وې وئيل چې، ”بې‌شکه چې دا سړے بې‌ګناه وو.“


کله چې يې ټولې خبرې خلقو ته خلاصې کړې نو عيسىٰ کفرنحُوم ته لاړو.


نو کله چې صوبه دار د عيسىٰ په حقله واورېدل نو هغۀ يو څو يهوديان مشران ورولېږل او خواست يې ورته وکړو چې هغه راشى او د هغۀ نوکر له شفا ورکړى.


ځکه چې د هغۀ د دولسو کالو يک يو لور وه چې مرګى حال وه. کله چې عيسىٰ ورسره لاړو نو د خلقو په ګڼه کښې راګېر شو.


په قيصريه کښې کورنيليوس نومې يو سړے وو چې د اِټالوى پلټنې صوبه دار وو.


کله چې هغه فرښته چې دۀ سره يې خبرې وکړې رُخصت شوه، نو کورنيليوس خپل دوه نوکران او يو سپاهى چې دينداره سړے وو راوبلل کوم چې د هغۀ ذاتى خِدمتګار وو.


کله چې صوبه دار دا واورېدل نو هغه کمان آفسر ته ورغلو او هغۀ ته يې ووئيل چې، ”تۀ څۀ کول غواړې؟ دا سړے خو مقامى رومى دے.“


بيا پولوس يو صوبه دار راوغوښتو او وې وئيل چې، ”دا ځوان کمان آفسر ته بوځه، ځکه چې دے ورته څۀ ضرورى خبره کوى.“


کله چې دا فېصله وشوه چې مونږ به اِټلى ته په سمندرى جهاز کښې ځو نو پولوس او څۀ نور قېديان د قيصر د پلټنې يو صوبه دار يوليوس ته وسپارلے شول.


په بله ورځ مونږ په صيدا کښې کوز شُو او يوليوس ډېر په مهربانۍ پولوس ته اجازت ورکړو چې خپلو دوستانو ته ورشى نو چې هغوئ د هغۀ ضرورتونه پوره کړى.


خو صوبه دار غوښتل چې پولوس بچ کړى او هغوئ يې له دې صلاح نه منع کړل. هغۀ حُکم ورکړو چې هر چا له چې لامبو ورځى هغه دې اول سمندر ته ټوپ کړى او وچې ته دې ځان ورسوى.


اے نوکرانو، تاسو د خپلو دُنياوى مالِکانو په هر څۀ کښې تابعدارى کوئ، او دا نۀ صرف د هغوئ په موجودګۍ کښې چې هغوئ خوشحاله کړئ، بلکې د زړۀ د اخلاصه او د مالِک د احترام دپاره يې کوئ.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan