17 عيسىٰ چې څۀ کړى وُو هغه قيصه د يهوديه په ټوله علاقه او خوا او شا کښې خوره شوه.
د هيروديس بادشاه په ورځو کښې د يهوديه په بيتلحم کښې عيسىٰ پېدا شو. د هغۀ د پېدايښت نه پس يروشلم ته د نمرخاتۀ طرف نه د ستورو عِلم لرونکى راغلل
د هغۀ آوازه په ټول شام کښې خوره شوه او د هر رنځ بيماران چې په عذاب آخته وُو، يعنې هغوئ چې پيريانو نيولى وُو، ميرګو نيولى او شل يې ورله راوستل نو هغۀ روغ کړل.
دا خبره په ټوله علاقه کښې خوره شوه.
خو هغوئ چې بهر ووتل نو په ټوله علاقه کښې يې د هغۀ په حقله دا خبره خوره کړه.
نو ډېر زر په ټول ګليل کښې هغه مشهور شو.
نو هيروديس بادشاه د دې نه خبر شو ځکه چې د عيسىٰ نامه مشهوره شوه. ځينې خلقو دا وئيل چې، ”بپتسمه ورکوونکے يحيىٰ بيا د مرو نه راژوندے شوے دے، ځکه خو ورسره د معجزو طاقت هم دے.“
بيا عيسىٰ د روحُ القُدس د قُدرت نه معمور ګليل ته واپس راغلو او په ټول مُلک کښې د هغۀ آوازه ګېرچاپېره خوره شوله.
د دې سره هغه وروړاندې شو او د جنازې په کټ يې لاس کېښودلو او جنازه وړُونکى ودرېدل. بيا هغۀ وفرمائيل چې، ”راپاڅه اے زلميه.“