Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




لوقا 7:14 - Pakistani Yousafzai Pashto

14 د دې سره هغه وروړاندې شو او د جنازې په کټ يې لاس کېښودلو او جنازه وړُونکى ودرېدل. بيا هغۀ وفرمائيل چې، ”راپاڅه اے زلميه.“

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




لوقا 7:14
20 Iomraidhean Croise  

بيا الياس درې ځل هغه هلک راغاړه ويستلو او مالِک خُدائ ته يې سوال وکړو، ”اے مالِکه، زما خُدايه پاکه، دا ماشوم دې بيا راژوندے شى.“


مالِک خُدائ د الياس سوال واورېدو او هلک بيا ساه اخستل شروع کړل او ژوندے شو.


نو انسان په قبر کښې څملى او بيا نۀ راپاڅى، چې ترڅو پورې آسمانونه ختم شوى نۀ وى، نو هغوئ به د خپل خوب نه نۀ راپاڅى.


چې انسان ختم شى، نو هغه بيا ژوندے کېدے شى څۀ؟ زۀ به زما د سخت محنت په دې ټولو ورځو کښې اِنتظار کوم تر هغې پورې چې زما تکليف ختم شى.


نو چې هغۀ وفرمائيل، دُنيا پېدا شوه، د هغۀ په حُکم ژوند پېدا شو.


خو زمونږ کوم خلق چې مړۀ شوى دى نو هغه بيا راژوندى شى. د هغوئ مړۀ جسمونه به بيا راژوندى شى. کوم چې په قبرونو کښې پراتۀ دى نو هغه به راپاڅى او د خوشحالۍ سندرې به وائى. لکه څنګه چې د پرخې څاڅکى زمکه تازه کوى، نو داسې به مالِک خُدائ هغه خلق بيا راژوندى کړى کوم چې پخواه مړۀ شوى دى.


بيا يې هغه د لاسه ونيوله او هغې ته يې وفرمائيل، ”تليتا قومى،“ چې مطلب يې دا دے، ”پاڅه زما بچۍ.“


کله چې مالِک عيسىٰ هغه وليدله نو زړۀ يې پرې وسوزېدلو او وې فرمائيل، ”بس نوره مۀ ژاړه.“


هغه مړے کښېناستو او په خبرو يې شروع وکړه او عيسىٰ هغه خپلې مور ته بيا حواله کړو.


عيسىٰ چې څۀ کړى وُو هغه قيصه د يهوديه په ټوله علاقه او خوا او شا کښې خوره شوه.


عيسىٰ هغې ته وفرمائيل، ”زۀ قيامت او ژوندون يم. څوک چې په ما ايمان ساتى کۀ هغه مړ هم شى نو هغه به ژوندے وى،


لکه څنګه چې پلار مړى پاڅوى او هغوئ له ژوند ورکوى دغه شان زوئ هم هر هغه چا له چې غواړى ژوند ورکوى.


زۀ تاسو ته رښتيا وايم، يو وخت داسې راروان دے بلکې راغلے دے چې مړى به د خُدائ پاک د زوئ آواز اورى او چې څوک يې واورى هغه به راژوندى شى.


لکه چې صحيفې وائى چې، ”ما تۀ د ډېرو قومونو پلار جوړ کړے يې.“ د هغه خُدائ پاک په حضور کښې په چا چې د هغۀ ايمان وو، څوک چې مړى بيا راژوندى کوى او نشت شتۀ کوى.


ځکه چې د هغې ذکر کول هم د شرم خبره ده کوم کارونه چې نافرمانه خلق په پټه کوى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan