13 کله چې مالِک عيسىٰ هغه وليدله نو زړۀ يې پرې وسوزېدلو او وې فرمائيل، ”بس نوره مۀ ژاړه.“
څومره چې پلار په خپلو بچو باندې مهربان وى، نو دومره مالِک خُدائ په هغوئ مهربانه دے څوک چې د هغۀ نه يريږى.
خو تۀ، اے مالِکه خُدايه، رحيم او مهربانه يې. په غصه کښې تېزى نۀ کوې او د ډېرې مينې او وفادارۍ نه کار اخلې.
تۀ بخښونکے او ښۀ يې مالِکه خُدايه، او څوک چې درنه سوال کوى تۀ د هغوئ سره نۀ ختمېدونکې مينه کوې.
هغه د هغوئ په ټولو تکليفونو کښې شريک شو. او هغوئ هغه فرښتې بچ کړل کومه چې د خُدائ پاک د حضور نه ورغلې وه. د خپلې مينې او زړۀ سواندى له وجې يې هغوئ په بيعه واخستل، او ټوله پخوانۍ زمانه کښې يې هغوئ اوچت کړى وُو او ګرځول يې.
مالِک خُدائ فرمائى چې، ”ولې اِسرائيل تر اوسه زما محبوب زوئ نۀ دے څۀ په چا کښې چې زۀ خوشحالېږم؟ کۀ څۀ هم چې زۀ د دۀ خلاف بار بار خبرې کوم، نو بيا هم هغه يادوم. نو په دې وجه زما زړۀ ورپسې زهيريږى، زما په زړۀ کښې د دۀ دپاره ډېر رحم دے.
”په دې خلقو زما زړۀ سوزى، د درېو ورځو راسې زما سره دى او د خوراک دپاره ورسره هيڅ نشته.
د دې نه پس بيا مالِک نور دوه اويا کسان مقرر کړل او هغوئ يې دوه دوه کسان هر ښار او کلى ته د ځان نه وړاندې ولېږل، کومو ته چې د هغۀ د ورتلو اراده وه.
يوه ورځ داسې وشول چې عيسىٰ په يو ځائ کښې دُعا کوله. هغۀ چې دُعا خلاصه کړه نو د هغۀ يو مريد ورته ووئيل، ”مالِکه، مونږ ته د دُعا کولو طريقه وښايه لکه څنګه چې يحيىٰ خپلو مريدانو ته ښودلې وه.“
خو مالِک هغۀ ته وفرمائيل، ”تاسو فريسيان خو د کنډول او رکېبۍ بهر مخ وينځئ خو دننه تاسو د حرص او بدکارۍ نه ډک کړى وى.
مالِک ورته وفرمائيل چې، ”نو بيا وفادار او خيال ساتونکے نوکر څوک دے؟ هغه څوک چا ته چې مالِک د کور اختيار ورکړے وى چې د کور د نورو نوکرانو خيال ساتى او هغوئ له مناسب خوراک ورکوى.
خو مالِک هغۀ ته جواب ورکړو او وې فرمائيل، ”اے مُنافقانو، په تاسو کښې يو کس هم داسې شته څوک چې د سبت په ورځ خپل غوائى يا خر د اخور نه نۀ پرانيزى او اوبو له يې نۀ بوځى.
مريدانو مالِک ته ووئيل چې، ”زمونږ ايمان قوى کړه.“
نو مالِک ورته جواب ورکړو، ”کۀ چرې ستاسو ايمان د شړشمو د دانې هومره هم وى نو کۀ تاسو د تُوت دې ونې ته ووايئ چې د بېخه ووځه او په سمندر کښې لاهو شه، نو دا به ستاسو حُکم ومنى.
بيا مالِک عيسىٰ وفرمائيل، ”تاسو دې بېاِنصافه قاضى ته غوږ شئ چې دۀ څۀ ووئيل.
خو زکاۍ ودرېدو او مالِک ته يې ووئيل، ”مالِکه، زۀ خپل نيم مال خوارانو له ورکوم او کۀ ما له چا نه په دوکه باندې څۀ اخستى وى نو هغۀ له به يو په څلور واپس ورکړم.“
بيا مالِک پطروس ته وکتل او پطروس ته د مالِک خبرې رايادې شوې چې ورته يې فرمائيلى وُو، ”نن هم په دې شپه د چرګ د بانګ وئيلو نه مخکښې به تۀ درې ځله زما نه اِنکارى شې.“
خو کله چې هغوئ دننه ورغلې هغوئ د مالِک عيسىٰ لاش هلته ونۀ موندلو.
او وئيل يې، ”دا رښتيا دى چې مالِک راژوندے شوے دے او شمعون ته ښکاره شوے دے.“
کله چې هغه د ښاريې دروازې ته ورسېدلو نو يوه جنازه يې وليده. دغه جنازه د يوې کونډې د يک يو زوئ وه او د دې سره د ښاريې ګڼ خلق وُو.
د دې سره هغه وروړاندې شو او د جنازې په کټ يې لاس کېښودلو او جنازه وړُونکى ودرېدل. بيا هغۀ وفرمائيل چې، ”راپاڅه اے زلميه.“
او مالِک له يې ولېږل چې تپوس وکړى چې، ”تۀ هغه راتلونکے يې يا دا چې مونږ د بل چا اِنتظار وکړو؟“
هغوئ ټولو د هغې جينۍ دپاره ژړا انګولا کوله. خو هغۀ وفرمائيل چې، ”مۀ ژاړئ، هغه مړه نۀ ده، هغه خو اوده ده.“
دا د هغه مريم ورور لعزر ناجوړه وو چا چې په مالِک عطر اچولى وُو او د هغۀ پښې يې په خپلو وېښتو وچې کړې وې.
نو خوېندو يې عيسىٰ له خبر ورولېږلو چې، ”مالِکه، چا سره چې تۀ مينه کوې هغه بيمار دے.“
هغوئ د هغې نه تپوس وکړو چې، ”اے خورې، تۀ ولې ژاړې؟“ هغې جواب ورکړو چې، ”هغوئ زما مالِک چرته اوړے دے او ما ته پته نشته چې هغه يې کوم ځائ ښخ کړے دے.“
عيسىٰ هغې ته وفرمائيل، ”اے خورې، تۀ ولې ژاړې؟ تۀ څوک لټوې؟“ هغې دا خيال وکړو چې دا د دې باغ مالى دے، نو ورته يې ووئيل، ”صاحبه، کۀ چرې تا هغه د دې ځائ نه وړے وى نو ما ته ووايه چې هغه دې کوم ځائ ښخ کړے دے، او زۀ به هغه يوسم.“
عيسىٰ په دې خبر وو چې فريسيانو دا خبره واورېدله چې هغه د يحيىٰ نه هم زيات مريدان جوړوى او بپتسمه ورکوى.
بيا د تبرياس نه نورې کِشتۍ دېخوا راغلې چرته چې خلقو د مالِک د شُکر ويستلو نه وروستو روټۍ خوړلې وه.
او ژړېدونکى دې داسې وى لکه چې هغوئ نۀ ژړل، او څوک چې خوشحالى کوى، هغوئ دې داسې وى لکه چې هغوئ خوشحالى نۀ کوى، او اخستونکى دې داسې وى لکه چې مال ورسره نۀ وى،
خو اے وروڼو او خوېندو، مونږ دا نۀ غواړو چې تاسو ناخبره پاتې شئ د هغوئ په حقله څوک چې مړۀ دى، نو چې تاسو د هغه نورو په شان غمژن نۀ شئ د چا چې اُميد نۀ وى.
هم دغه وجه ده چې عيسىٰ ته په هر لحاظ د خپلو وروڼو په شان جوړېدل په کار وُو چې هغه د خُدائ پاک په خِدمت کولو کښې داسې لوئ اِمام شى چې زړۀ سواندے او وفادار وى، او د خلقو د ګناهونو دپاره د خپل ځان کفاره ورکړى.
ځکه چې زمونږ داسې مشر اِمام نۀ دے څوک چې زمونږ په کمزورتياو کښې مونږ سره همدردى ونۀ کړى بلکې هغه په ټولو خبرو کښې زمونږ په شان وآزمائيلے شو خو بيا هم بېګناه وو.
نو هغوئ د پردو معبودانو نه ځان خلاص کړو او د مالِک خُدائ عبادت يې وکړو، نو د بنى اِسرائيلو په تکليف باندې د هغۀ زړۀ وسوزېدو.