لوقا 7:12 - Pakistani Yousafzai Pashto12 کله چې هغه د ښاريې دروازې ته ورسېدلو نو يوه جنازه يې وليده. دغه جنازه د يوې کونډې د يک يو زوئ وه او د دې سره د ښاريې ګڼ خلق وُو. Faic an caibideil |
او اوس بادشاه سلامت، زما ټول خپلوان زما خِلاف شوى دى او ما ته وائى چې زۀ خپل زوئ هغوئ ته حواله کړم، نو چې هغوئ يې د خپل ورور په بدل ووژنى. کۀ هغوئ داسې وکړى نو زۀ به بېزويه پاتې شم. هغوئ به زما آخرى اُميد هم ختم کړى او زما يو زوئ به هم نۀ وى چې د هغې په وجه زما د خاوند نوم د زمکې په مخ باقى پاتې شى.“
کونډې ورته ووئيل، ”زۀ د ژوندى مالِک خُدائ ستا د خُدائ پاک په نوم قسم خورم چې هيڅ مې نۀ دى پاخۀ کړى. ما سره په منګى کښې صِرف يو موټے اوړۀ او په لوښى کښې يو څاڅکے قدرې د زيتُونو تېل دى. زۀ دلته لږ شان خشاک راټولولو له راغلې يم چې ځان سره يې کور ته يوسم او خپل زوئ او ځان له لږ خوراک تيار کړم. او د دې خوراک نه پس به مونږ د لوږې نه مړۀ شُو.“