Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




لوقا 7:10 - Pakistani Yousafzai Pashto

10 او هغه مشران چې کور ته واپس راغلل نو هغوئ هغه نوکر روغ جوړ وليدو.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




لوقا 7:10
6 Iomraidhean Croise  

نو بيا عيسىٰ جواب ورکړو چې، ”تۀ څومره د لوئ ايمان لرونکې ښځه يې، نو څنګه چې تۀ غواړې، هغه شان دې وشى.“ او هم په هغه ساعت د هغې لور جوړه شوه.


بيا عيسىٰ صوبه دار ته وفرمائيل چې، ”اوس خپل کور ته لاړ شه، نو ستا د ايمان په وجه دې داسې وشى.“ نو هم په هغه ساعت د هغۀ نوکر روغ شو.


عيسىٰ ورته وفرمائيل چې، ”تۀ ولې داسې وائې چې کۀ تۀ څۀ کولے شې؟ د چا چې پوره ايمان وى د هغۀ دپاره هر څۀ ممکن دى.“


پس له هغې عيسىٰ نائن نومې ښاريې ته لاړو. د هغۀ سره خپل مريدان او نور ګڼ خلق هم ورسره وُو.


کله چې عيسىٰ دا واورېدل نو د هغۀ ايمان ته حېران شو، نو هغۀ ګڼې ته وفرمائيل چې، ”زۀ تاسو ته دا وايم چې ما داسې ايمان په بنى اِسرائيلو کښې چرته هم نۀ دے ليدلے.“


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan