9 عيسىٰ بيا هغوئ ته وفرمائيل چې، ”تاسو راته دا ووايئ چې د سبت په ورځ نېکى کول روا دى کۀ بد، ژوند بچ کول کۀ تباه کول؟“
بيا يې هغوئ ته وفرمائيل چې، ”ولې د سبت په ورځ نېکى کول روا دى کۀ بد کول، د چا بچ کول روا دى کۀ وژل؟“ خو هغوئ چپ پاتې شول.
عيسىٰ د شرعې د عالمانو او فريسيانو نه تپوس وکړو چې، ”د سبت په ورځ خلقو له شفا ورکول روا دى او کۀ نه؟“
هغۀ ټولو ته ګېرچاپېره وکتل او بيا يې هغه سړى ته وفرمائيل چې، ”خپل لاس اوږد کړه.“ نو هغۀ داسې وکړل او د هغۀ لاس روغ جوړ شو.
خو هغه پوهېدو چې د دوئ په زړونو کښې څۀ دى. نو هغۀ هغه سړى ته چې لاس يې وُچ وو، وفرمائيل چې، ”پاڅه او دلته ودرېږه.“ نو هغه پاڅېدو او هلته ودرېدلو.
نو بيا هغوئ بل کلى ته لاړل.