5 بيا هغۀ دا وفرمائيل چې، ”اِبن آدم د سبت د ورځې مالِک دے.“
عيسىٰ ورته دا هم وفرمائيل چې، ”سبت د بنى آدم دپاره جوړ شوے دے، نه چې بنى آدم د سبت دپاره.
بيا يوه وريځ راخوره شوه او په هغوئ يې سورے وکړو او د وريځې نه يو آواز راغلو، ”دا زما محبوب زوئ دے. د هغۀ خبرې واورئ.“
هغه د خُدائ پاک کور ته ننوتو او پېش کړے شوې روټۍ يې راواخسته او وې خوړه، اګر چې هغه په دۀ او د دۀ په ملګرو ناروا وه او صرف اِمامانو ته روا وه. او هغۀ څۀ خپلو دوستانو له هم ورکړه.“
د يو بل سبت په ورځ عيسىٰ عبادتخانې ته ننوتو او تعليم يې ورکولو. هلته په ګڼه کښې يو سړے وو چې ښے لاس يې اوچ شوے وو.
او د مالِک په ورځ چې روحُ القُدس په ما غلبه وکړه، نو ما خپل شا ته يو اوچت آواز واورېدو چې د بيګل په شان وو.