41 تاسو د خپل ورور د سترګې خسڼى ته ولې ګوته نيسئ خو په خپله سترګه کښې درته تير نۀ ښکارى؟
او مالِک خُدائ به د دې قتلونو په وجه يوآب له سزا ورکړى، کوم يې چې زما د پلار داؤد په ناخبرۍ کښې کړى وُو. يوآب دوه بېګناه سړى ووژل چې د هغۀ نه ښۀ وُو يعنې، ابنير چې د بنى اِسرائيلو د لښکر مشر وو او عماسا چې د يهوداه د لښکر مشر وو.
يوآب د بادشاه حُکم ته سپک وکتل نو هغۀ ځکه د ليوى او بنيامين د قبيلو مردمشمارى ونۀ کړه.
هغوئ په خپل نظر کښې ځان دوکه کوى، هغوئ ته پته نۀ لګى چې په خپله څومره بدکاره دى.
د انسان زړۀ د هر څۀ نه زيات دوکه مار وى، او د شرارت نه ډک وى. څوک پرې هم نۀ پوهيږى.
کۀ هغه په خپلو ګناهونو غور وکړى او هغه پرېږدى کوم چې هغۀ کړى دى، نو يقيناً به هغه ژوندے پاتې شى او مړ به نۀ شى.
”په نورو اِلزام مۀ لګوئ نو په تاسو به هم اِلزام ونۀ لګولے شى.
د هغوئ سره يو څو واړۀ کبان هم وُو چې په هغې يې هم شُکر وويستو او حُکم يې وکړو چې، ”دا هم پرې تقسيم کړئ.“
شاګرد د خپل اُستاذ نه لوئ نۀ وى خو هر هغه څوک چې پوره تربيت حاصل کړى نو هغه به د خپل اُستاذ په شان شى.
تۀ څنګه خپل ورور ته دا وئيلے شې چې، وروره، راشه چې ستا د سترګې نه دا خسڼے وباسم، خو حال دا چې په خپله سترګه کښې درته تير نۀ ښکارى؟ اے رياکاره، اول د خپلې سترګې نه تير وباسه، نو بيا به ستا سترګې وغړيږى چې د خپل ورور د سترګې نه خسڼے وباسې.
کله چې هغوئ بار بار د هغۀ نه تپوس کولو نو هغه نېغ ودرېدو او ورته يې وفرمائيل چې، ”په تاسو کښې به په هغې وړومبے د کاڼى ګزار هغه څوک کوى چا چې کله هم ګناه نۀ وى کړى.“
اے دوستانو، تاسو چې بل څوک مجرموئ، تاسو هر څوک چې يئ، تاسو سره هيڅ عُذر نشته. کله چې تاسو بل څوک مجرموئ نو په دې سره تاسو خپل ځان مجرموئ ځکه چې هم هغه کارونه تاسو په خپله کوئ.
او خپل ځان ته د کتلو نه وروستو هغه لاړ شى او سمدستى ترې هېر شى چې هغه څنګه ښکارېدو.