3 عيسىٰ ورله جواب ورکړو، ”تاسو دا نۀ دى لوستلى کله چې داؤد او د هغۀ دوستان اوږى وُو نو هغوئ څۀ وکړل؟
هغۀ په جواب کښې ورته وفرمائيل چې، ”ولې تاسو دا نۀ دى لوستى چې خالق په اول سر کښې هغوئ نر او ښځه پېدا کړل؟
نو هغۀ ته يې ووئيل چې، ”دا ماشومان چې څۀ وائى، تۀ يې اورې؟“ عيسىٰ جواب ورکړو چې، ”آو، زۀ يې اورم. ولې تاسو صحيفې نۀ دى لوستلى چې، د وړو او تى رودونکو خولۀ دې ته جوړه کړه چې ستا ثنا ووائى.“
بيا عيسىٰ هغوئ ته وفرمائيل چې، ”تاسو چرې په صحيفو کښې دا نۀ دى وئيلى چې، ”کوم کاڼے چې ګِلکارانو رد کړو، هم هغه د ګوټ سر کاڼے شو. دا د مالِک خُدائ له خوا وشو، او دا زمونږ په نظر کښې عجيبه ښکارى.“
خو د مړو د بيا راژوندى کېدو په حقله تاسو د خُدائ پاک هغه قول نۀ دے لوستلے چې خُدائ په خپله فرمائيلى دى چې،
هغۀ څلوېښت ورځې او څلوېښت شپې روژه ونيوله او په آخر کښې هغه نار نهور شو.
ولې تاسو په مقدس کِتاب کښې دا چرې نۀ دى لوستى؟ کوم کاڼے چې ګِلکارانو رد کړے وو هم هغه د ګوټ سر کاڼے شو.
خو قيامت په ورځې د مړو د بيا راژوندى کېدو په حقله، ولې تاسو د موسىٰ په کِتاب کښې هيڅ نۀ دى لوستى، د سوزېدونکى بوټى په قيصه کښې، چې خُدائ پاک ورته وفرمائيل، ”زۀ د اِبراهيم خُدائ پاک، د اِسحاق خُدائ پاک، او د يعقوب خُدائ پاک يم“؟