Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




لوقا 6:26 - Pakistani Yousafzai Pashto

26 افسوس دے په تاسو کله چې ټول خلق ستاسو ښۀ تعريف کوى نو دغه شان د هغوئ پلار نيکونو د دروغژنو نبيانو تعريف هم کولو.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




لوقا 6:26
18 Iomraidhean Croise  

سپين او سرۀ زر په اور آزمائيلے شى، او يو انسان د هغۀ د صِفت کولو نه وروستو آزمائيلے شى.


هغوئ رويا کتونکو ته وائى چې، ”تاسو روياګانې مۀ وينئ،“ پېغمبرانو ته وائى، ”مونږ ته د هغه څۀ په حقله خبرې مۀ کوئ چې څۀ حقيقت وى. مونږ ته د خوند خبرې کوئ، خېر دے کۀ هغه دروغ هم وى.


پېغمبران د دروغو پېغامونه ورکوى، او اِمامان هم د خپلې مرضۍ حکومت کوى. او زما غوره شوے قوم هم دا سلوک خوښوى. نو تۀ ما ته دا ووايه چې هرکله دا هر څۀ ختم شى نو تاسو به څۀ کوئ؟“


کۀ يو دروغژن او دوکه باز راشى او وائى، ”زۀ به تاسو دپاره د ميو او د شرابو پېشګوئې وکړم،“ هغه به د دې خلقو دپاره بلکل صحيح پېغمبر وى.


د دروغژنو نبيانو نه خبردار شئ، داسې کسان چې د ګډو په شکل کښې تاسو له راځى او په اصل کښې هغه داړونکى شرمخان دى.


په تاسو افسوس چې اوس ماړۀ يئ ځکه چې تاسو به اوږى شئ. په تاسو افسوس چې اوس خاندئ، ځکه چې تاسو به په غم آخته شئ او ژاړئ به.


کۀ چرې تاسو د دُنيا وے نو دُنيا به تاسو سره د خپلو په شان مينه کړې وه، خو تاسو د دُنيا نۀ يئ. خو ما تاسو د دُنيا نه جدا کړئ نو دغه وجه ده چې دُنيا تاسو نه نفرت کوى.


دُنيا تاسو نه نفرت نۀ شى کولے خو زما نه نفرت کوى ځکه چې زۀ د دې خلاف ګواهى ورکوم چې د دې کارونه بد دى.


ځکه چې داسې خلق زمونږ د مالِک مسيح خِدمت نۀ کوى بلکې د خپل مفاد خِدمت کوى او په نرمو او خوږو خبرو ساده خلق دوکه کوى.


اے زناکارو خلقو، ولې تاسو په دې نۀ پوهېږئ چې د دُنيا سره ملګرتيا کول د خُدائ پاک سره دشمنى کول دى؟ نو ځکه څوک چې د دې شريرې دُنيا سره مينه کوى، هغه د خُدائ پاک سره دشمنى کوى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan