22 تاسو بختور يئ کله چې خلق تاسو نه نفرت کوى او د خپل مينځ نه مو شړى او درته سپکې سپورې وائى او د اِبن آدم د مريدى په وجه په تاسو اِلزام لګوى.
او بيا دوئ يو بل ته وائى، ”ما ته مۀ رانزدې کېږه ګنې ما به پليت کړې. زۀ ستا نه زيات مقدس يم.“ داسې خلق زما په سپېږمو کښې د بدبوئ په شان دى، د داسې خراب بوئ په شان چې هيڅکله نۀ ختميږى.
اے تاسو ټول څوک چې د مالِک خُدائ د کلام په وړاندې ريږدئ، د هغۀ کلام واورئ، ”ستاسو خپل خلق ستاسو نه نفرت کوى او زما د نوم له وجې تاسو د خپلوالۍ نه وباسى. هغوئ په تاسو پورې خندا کوى او وائى، مالِک خُدائ دې خپله لوئى ښکاره کړى چې مونږ ستاسو خوشحالى ووينو. خو هغوئ به په خپله د شرم سره مخ شى.
او زما د خاطره به تاسو حاکمانو او بادشاهانو ته وړاندې کوى چې د هغوئ او غېريهوديانو دپاره ګواهان شئ.
ټول به زما د نوم په سبب تاسو سره کينه کوى خو هغه څوک چې تر آخره قائم پاتې شى هغه به بچ شى.
څوک چې خپل ځان ساتل غواړى هغه به يې بائيلى، خو څوک چې زما د خاطره خپل ژوند بائيلى، هغه به يې حاصل کړى.
نو اجاره دارو هغه د انګورو د باغ نه بهر وغورزولو او مړ يې کړو. نو بيا تاسو دا ووايئ چې د انګورو د باغ مالِک به د هغوئ سره څۀ وکړى؟
او زما د نوم په وجه به ټول ستاسو نه نفرت کوى.
تاسو بختور يئ چې اوږى يئ، ستاسو لوږه به په مړېدو بدله شى. تاسو بختور يئ چې اوس ژاړئ، ستاسو ژړا به په خندا بدله شى.
خو سره د دې په هغوئ کښې ډېرو يهودى مشرانو هم په هغۀ ايمان راوړو، خو د فريسيانو په وجه يې د دې اِقرار نۀ کولو، او د دې يرې چې هغوئ به د عبادتخانې نه بهر کړے شى.
نو هغوئ به تاسو د عبادتخانو نه شړى، او بېشکه داسې وخت راتلونکے دے څوک چې تاسو قتلوى هغوئ به دا ګُمان کوى چې په دې کار کولو سره هغوئ د خُدائ پاک خِدمت کوى.
ما ستا پېغام هغوئ له ورکړے دے او دُنيا هغوئ نه نفرت کوى ځکه چې هغوئ د دُنيا نۀ دى لکه څنګه چې زۀ د دُنيا نۀ يم.
دُنيا تاسو نه نفرت نۀ شى کولے خو زما نه نفرت کوى ځکه چې زۀ د دې خلاف ګواهى ورکوم چې د دې کارونه بد دى.
هغوئ ورته ووئيل چې، ”تۀ خو په خپله بلکل ګناه ګار پېدا شوے يې او اوس مونږ ته د تعليم راکولو کوشش کوې؟“ نو بيا هغوئ هغه د عبادتخانې نه وشړلو.
تر دې خبرو پورې هغوئ هغۀ ته غوږ نيولے وو، خو بيا هغوئ چغې کړې، ”د داسې سړى مخ دې ورک شى، دا د پرېښودو قابل نۀ دے.“
دا سړے زمونږ دپاره ناسور دے چې په ټوله دُنيا کښې د يهوديانو په مينځ کښې فتنه خوروى. او دے د ناصريانو د فرقې مشر دے.
او زۀ به په خپله هغۀ ته وښايم چې هغه به زما د نوم د خاطره څومره تکليف وزغمى.“
بختور دے هغه څوک چې آزمېښت برداشت کړى، ځکه کله چې هغه په آزمېښت کښې قائم پاتې شى نو هغه به د ژوندون تاج حاصل کړى د کوم چې خُدائ پاک د خپلو مينه والو سره وعده کړې ده.
خو کۀ چرې تاسو د صداقت دپاره مصيبتونه هم وزغمئ، تاسو له به برکت درکړے شى نو ځکه د هغوئ په يرولو مۀ يرېږئ او زړونه مۀ بائيلئ.