2 ځينو فريسيانو دا ووئيل چې، ”تاسو هغه کار ولې کوئ کوم چې د سبت په ورځ ناروا وى؟“
کۀ يو کس بل کس له خپل خر، غوا، ګډه يا بل څاروے امانت ورکړى او هغه مړ يا زخمى شى يا په داسې وخت کښې وتښتولے شى چې هيڅ څوک يې هم ونۀ وينى،
ستاسو سره د خپل کار کولو دپاره شپږ ورځې شته، خو اوومه ورځ د سبت يعنې د آرام ورځ ده، هغه ما مالِک خُدائ ته وقف شوې ده. هر څوک چې څۀ قِسم کار هم په هغه ورځ وکړى نو هغه دې ووژلے شى.
د خپل کار دپاره ستاسو سره شپږ ورځې شته، خو اوومه د سبت مقدسه ورځ يعنې د آرام ورځ ده، هغه ما مالِک خُدائ ته وقف شوې ده. هر څوک چې څۀ قِسم کار هم په هغه ورځ وکړى نو هغه دې ووژلے شى.
”کۀ تاسو د سبت ورځ يعنې زما په مقدسه ورځ کښې کاروبار نۀ کوئ، او دې ته د خوشحالۍ ورځ وايئ، دا د مالِک خُدائ مقدسه ورځ ګڼئ، د دې ادب کوئ او په دې ورځ خپل د روزانه کارونه نۀ کوئ او په خپلو فائدو پسې نۀ ګرځئ، او فالتُو خبرې نۀ کوئ،
خو کله چې فريسيانو دا وليدل نو هغۀ ته يې ووئيل چې، ”ګوره، ستا مريدان داسې کار کوى چې د سبت په ورځ ناروا دے.“
”ستا مريدان ولې پخوانى رسمونه ماتوى او دوئ له چې څنګه د روټۍ نه وړاندې لاسونه وينځل په کار دى، نۀ وينځى؟“
فريسيانو هغۀ ته ووئيل چې، ”وګوره، کوم کار چې د سبت په ورځ ناروا وى، دوئ ولې هغه کوى؟“
بيا هغوئ عيسىٰ ته وفرمائيل چې، ”د يحيىٰ مريدان خو روژې نيسى او عبادتونه کوى او دغه شان د فريسيانو مريدان هم، خو ستا مريدان خورى څښى.“
نو په دې وجه د يهوديانو مشرانو د عيسىٰ زورول شروع کړل ځکه چې هغۀ دا کارونه د سبت په ورځ کول.