Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




لوقا 6:18 - Pakistani Yousafzai Pashto

18 او د هغۀ اورېدو ته راغلى وُو او چې دوئ د خپلو رنځونو نه شفا ومومى. او هغه څوک چې پيريانو نيولى وُو، روغ شول.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




لوقا 6:18
5 Iomraidhean Croise  

او د هغې علاقې يوه کنعانى ښځه بهر راووتله او په چغه يې ووئيل، ”اے مالِکه، په ما رحم وکړه. اے د داؤد زويه، زما لور پيريانو سخته نيولې ده.“


او وې وئيل، ”مالِکه، زما په زوئ رحم وکړه. په هغۀ مِرګى راځى او ډېر يې زوروى کله يې په اور او کله يې په اوبو کښې غورزوى.


عيسىٰ د هغوئ سره د غرۀ نه راکوز شو او په هوار مېدان کښې ودرېدو. په دغه ځائ کښې د هغۀ د مريدانو ډله او ډېر خلق، چې ټول د يهوديه او يروشلم او د صور او د صيدا د سمندرى غاړې نه راټول شوى وُو،


ټولو خلقو کوشش کولو چې لاس وروړى ځکه چې د هغۀ نه يو طاقت راوتلو او ټول به يې روغول.


د خوا او شا کلو نه به ډېر خلق د يروشلم ښار ته راتلل، او خپل بيماران او هغه خلق به يې راوستل چې پيريانو به نيولى وُو، او هغوئ ټولو به شفا موندله.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan