10 هغۀ ټولو ته ګېرچاپېره وکتل او بيا يې هغه سړى ته وفرمائيل چې، ”خپل لاس اوږد کړه.“ نو هغۀ داسې وکړل او د هغۀ لاس روغ جوړ شو.
يربعام بادشاه پېغمبر ته ووئيل، ”مالِک خُدائ ستا خُدائ پاک ته زما دپاره دُعا وکړه او هغۀ ته سوال وکړه چې زما لاس روغ کړى.“ نو پېغمبر مالِک خُدائ ته سوال وکړو او د بادشاه لاس روغ شو.
او هغۀ خپل کلام ورولېږلو او هغوئ يې روغ کړل، او د قبر نه يې ورله خلاصون ورکړو.
د دوئ د سختو زړونو په وجه هغۀ په غصه او افسوس ټولو ته وکتل او هغه سړى ته يې وفرمائيل چې، ”خپل لاس اوږد کړه.“ هغۀ لاس اوږد کړو او لاس يې روغ رمټ شو.
خو هغوئ د غصې نه سرۀ شول او يو بل ته يې ووئيل چې، ”مونږ د عيسىٰ سره څۀ وکړو؟“
عيسىٰ بيا هغوئ ته وفرمائيل چې، ”تاسو راته دا ووايئ چې د سبت په ورځ نېکى کول روا دى کۀ بد، ژوند بچ کول کۀ تباه کول؟“
بيا عيسىٰ هغۀ ته وفرمائيل چې، ”پاڅه، خپله بستره دې واخله او ځه.“