1 نو يو ځل د سبت په ورځ عيسىٰ د فصل په پټو تېرېدو او د هغۀ مريدانو وَږى شوکول، هغه يې په لاسونو کښې مږل او خوړل يې.
مالِک خُدائ وفرمائيل، ”تاسو به اووۀ ورځې خمبيره شوې پخه روټۍ نۀ خورئ، صِرف پتيره روټۍ به خورئ. په وړومبۍ ورځ به تاسو د خپلو کورونو نه ټوله خمبيره لرې کړئ، ځکه چې کۀ په دې اووۀ ورځو کښې څوک خمبيره شوې پخه روټۍ وخورى، نو هغه کس به د بنى اِسرائيلو نه نۀ شى ګڼلے.
سبت پسې ورځې نه پوره اووۀ هفتې وشمېرئ يعنې د هغه ورځ نه په کومه ورځ چې تاسو د خپل فصل ګېډے مالِک خُدائ ته د پېش کېدو دپاره راوړئ.
د دې ورځو په اوله ورځ به تاسو د عبادت دپاره راغونډېږئ او هغه يو کار هم مۀ کوئ چې تاسو يې هره ورځ کوئ.
او هر چا چې زاړۀ مے څښلى وى د نوؤ ميو خواهش به نۀ کوى، ځکه چې هغه وائى چې زاړۀ ښۀ دى.“
د يو بل سبت په ورځ عيسىٰ عبادتخانې ته ننوتو او تعليم يې ورکولو. هلته په ګڼه کښې يو سړے وو چې ښے لاس يې اوچ شوے وو.
چې تاسو د فصل رېبل شروع کړئ نو د هغه وخت نه اووۀ هفتې وشمېرئ،
هم دغه شان، کۀ تاسو د بل چا د فصل په پټى کښې ګرځئ، څومره غله چې د خپلو لاسونو سره راشوکولے شئ هغه خوړے شئ، خو هغه فصل به تاسو په لور نۀ رېبئ.