9 ځکه چې هغه او د هغۀ ټول ملګرى د ډېرو کبانو په ليدو سخت حېران شوى وُو،
تا په خپل مخلوق بنيادم واکمن کړے دے، تا په هر څيز پوره اختيار ورکړے دے.
کۀ مارغان دى په هوا کښې او کۀ کبان دى سمندر کښې، يا نور داسې څيزونه چې ګرځيږى سمندر کښې.
هغه نور نۀ پوهېدو چې څۀ ووائى ځکه چې هغوئ ټول يرې اخستى وُو.
او د دې شپونکو خبره چې چا واورېدله، ټول حق حېران شول.
هغوئ د دۀ په تعليم حق حېران شول ځکه چې هغۀ په پوره اختيار سره خبرې کولې.
خلق حق حېران شول او يو بل ته يې ووئيل، ”د دې سړى په ژبه کښې څۀ کمال دے؟ هغه پوره په اختيار پيريانو ته حُکم ورکوى او هغوئ راوځى.“
او دغه شان د زبدى زامن يعقوب او يوحنا چې د شمعون ملګرى وُو هم حېران پاتې شول. عيسىٰ شمعون ته وفرمائيل چې، ”مۀ يرېږه، د دې نه پس به تۀ انسانان نيسې.“
کله چې شمعون پطروس دا نظاره وليدله نو د عيسىٰ په پښو پرېوتو او وې وئيل چې، ”اے مالِکه، زما نه لاړ شه ځکه چې زۀ ګناه ګار يم.“