7 نو هغوئ د بلې کِشتۍ ملګرو ته چغې کړې چې، ”راشئ او زمونږ مدد وکړئ.“ هغوئ داسې وکړل او دواړه کشتۍ يې دومره ډکې کړې چې ډوبېدو ته نزدې شوې.
کۀ د هغۀ خر ووينئ چې د بار لاندې پرېوتلے وى، نو د خر په پاڅولو کښې د هغۀ مدد وکړئ، او ځان پرې مۀ ناغرضه کوئ.
ځينې دوستان يو بل ته کنده کنى، خو رښتينے دوست د خپل ورور نه هم وفادار وى.
هغوئ ګڼه پاتې کړه او مريدانو هغه د ځان سره په کشتۍ کښې بوتلو په کومه کښې چې هغه ناست وو او د هغۀ سره نورې کِشتۍ هم وې.
هغوئ داسې وکړل او ډېر کبان يې راونيول او د هغوئ جالونه په شلېدو شول.
کله چې شمعون پطروس دا نظاره وليدله نو د عيسىٰ په پښو پرېوتو او وې وئيل چې، ”اے مالِکه، زما نه لاړ شه ځکه چې زۀ ګناه ګار يم.“
بيا برنباس ترسس ته لاړو چې ساؤل پېدا کړى.
تاسو په خپلو کښې د يو بل بوج اوچتوئ نو په دې طريقه به تاسو د مسيح شريعت پوره کړئ.
او په خِدمت کښې زما وفادار ملګريه، زۀ تا ته هم خواست کوم چې تۀ د دغو ښځو مدد هم وکړه ځکه چې هغوئ ما سره په زېرى خورولو کښې لکه د کليمينتوس او زما د خِدمت نورو ملګرو سره خوارى وکړه د چا نومونه چې د ژوندون په کِتاب کښې ليکلى دى.