5 شمعون ورته جواب ورکړو، ”اُستاذه. مونږ ټوله شپه خوارى وکړه خو هيڅ مو ونۀ نيول خو چې تۀ داسې وائې نو زۀ به جالونه ورواچوم.“
ماهيګران به د سيند په غاړه ولاړ وى، د عينجدى نه تر عينعجليم پورې به د کبانو د جالونو خورولو دپاره ځايونه وى. لکه د غټ سمندر د کبانو په شان به په کښې ډېر قسمونه کبان وى.
او عيسىٰ ته يې نعرې کړې، ”اے مالِکه، په مونږ رحم وکړه.“
مريدان هغۀ له ورغلل او په چغو يې رابېدار کړو، ”مالِکه، مالِکه، مونږ ډوبيږو.“ هغه بېدار شو او سيلۍ او د اوبو چپې يې ورټلې. طوفان ودرېدو نو په هغه ساعت قلاره قلارى شوه.
عيسىٰ وفرمائيل، ”دا چا ما له لاس راوړو؟“ ټول منکر شول او پطروس ووئيل، ”مالِکه، ګڼه درباندې راټوله ده او خلق درته راجُختيږى.“
او کله چې هغوئ د عيسىٰ نه رخصتېدل نو پطروس عيسىٰ ته ووئيل چې، ”مالِکه، زمونږ دپاره دلته پاتې کېدل ښۀ دى. مونږ پرېږده چې درې جونګړې جوړې کړُو، يوه ستا دپاره، يوه د موسىٰ دپاره او يوه د الياس دپاره.“ خو هغه نۀ پوهېدو چې څۀ يې وئيل.
يوحنا ووئيل، ”مالِکه، مونږ يو سړے وليدو چې ستا په نوم پيريان شړى، او مونږ د هغۀ د منع کولو کوشش وکړو ځکه هغه زمونږ نه نۀ وو.“
تاسو به هله زما دوستان يئ چې زما په حُکمونو عمل کوئ.
خو د هغۀ مور خادِمانو ته ووئيل، ”هر څۀ چې دے درته فرمائى هغه کوئ.“
شمعون پطروس هغوئ ته ووئيل، ”زۀ د کبانو ښکار له ځم.“ نو هغوئ ورته ووئيل چې، ”مونږ به هم درسره ځو.“ هغوئ روان شول او کشتۍ ته وختل خو په هغه شپه هغوئ هيڅ ونۀ نيول.