4 هر کله چې هغۀ خبرې بس کړې نو شمعون ته يې وفرمائيل چې، ”ژورو اوبو ته لاړ شه او د ښکار دپاره خپل جالونه واچوه.“
خو هرکله چې مونږ بد نۀ خوښوو نو تۀ لاړ شه، د درياب په اوبو کښې کُنډه واچوه او کوم کب چې تۀ اول ونيسې، د هغۀ خولۀ کولاو کړه، نو تۀ به په کښې يوه د سپينو زرو سيکه ومومې. هغه يوسه او ور يې کړه، دا به زما او ستا دواړو محصُول پوره کړى.“
شمعون ورته جواب ورکړو، ”اُستاذه. مونږ ټوله شپه خوارى وکړه خو هيڅ مو ونۀ نيول خو چې تۀ داسې وائې نو زۀ به جالونه ورواچوم.“
هغوئ ته يې وفرمائيل، ”د کِشتۍ ښى طرف ته جال وولئ نو تاسو به څۀ کبان ونيسئ.“ کله چې هغوئ جال وغورزولو نو هغوئ جال کِشتۍ ته نۀ شو راخېژولے ځکه چې په هغې کښې ډېر زيات کبان راګېر شوى وُو.