37 او څوک هم نوى مے په زړو مشکونو کښې نۀ اچوى، ګنې نو نوى مے به مشکونه وشلوى او مے به ضائع شى او مشکونه به تباه شى.
زۀ په لوګى کښې لکه د مشک په شان اوچ شوے يم. خو ستا اصُول نۀ هېرومه
کله هم څوک نوى مے په زړو مشکونو کښې نۀ اچوى، ځکه چې مشکونه به وشليږى او مے به يې توئ شى او مشکونه به تباه شى، خو نوى مے په نوؤ مشکونو کښې اچولے شى، او دغه شان به دواړه بچ شى.“
عيسىٰ هغوئ ته دا مِثال هم وفرمائيلو چې، ”هيڅوک هم د نوې چُوغې نه د دې دپاره ټوټه نۀ شلوى چې زړه پرې پيوند کړى. کۀ چرې هغه داسې وکړى نو هغه به په نوې چُوغې کښې سورے وکړى او دا نوې ټوکړه به د زړې سره هيڅ سمون ونۀ خورى.
نو په کار دى چې نوى مے په نوؤ مشکونو کښې واچولے شى.
کله چې مونږ مشکونه د ميو نه ډک کړل نو دا نوى وُو. خو وګوره، اوس دا شلېدلى دى. زمونږه جامې او څپلۍ د اوږد سفر په وجه زړې شوې دى.“
نو هغوئ د هغۀ د دوکه کولو فېصله وکړه. هغوئ لاړل او څۀ خوراک يې راواخستو او زړې بوجۍ او بيا ګنډلے شوى د ميو مشکونه يې په خرونو باندې بار کړل.