Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




لوقا 5:3 - Pakistani Yousafzai Pashto

3 هغه يوې کِشتۍ ته وروختو کومه چې د شمعون وه او هغۀ ته يې وفرمائيل چې، ”د غاړې نه يې لږه وراخوا کړه.“ بيا هغه په کِشتۍ کښې کښېناستو او خلقو ته يې تعليم شروع کړو.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




لوقا 5:3
8 Iomraidhean Croise  

عيسىٰ د ګليل درياب په غاړه ګرځېدو چې دوه وروڼه يې وليدل، يو شمعون چې د پطروس په نوم ياديږى او د هغۀ ورور اندرياس. هغوئ په درياب کښې جال اچولو ځکه چې هغوئ ماهيګر وُو.


ځکه چې هغۀ دومره ډېر بيماران روغ کړى وُو چې ټولو بيمارانو دا زور کولو چې دۀ له لاس وروړى.


نو هغۀ خپلو مريدانو ته وفرمائيل چې، ”ما دپاره يوه کشتۍ تياره ساتئ چې ګڼه مې چخڼى نۀ کړى.“


نو هغۀ دوه کِشتۍ د اوبو په غاړه وليدلې چې ماهيګران ترې نه راکوز شوى وُو او خپل جالونه يې وينځل.


بله ورځ سحر وختى هغه بيا د خُدائ کور ته راغلو. ټول خلق ورته راغونډ شول، او هغه کښېناستو او هغوئ ته يې تعليم شروع کړو.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan