Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




لوقا 5:29 - Pakistani Yousafzai Pashto

29 بيا وروستو ليوى په خپل کور کښې د عيسىٰ لويه مېلمستيا وکړله. په دې مېلمنو کښې ګڼ محصولچيان او نور خلق هم شريک وُو.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




لوقا 5:29
9 Iomraidhean Croise  

اِبن آدم په خوړلو څښلو ورته راغلو او دوئ وائى چې دۀ ته ګورئ، يو ګيډور او شرابى، د محصولچيانو او بدکارانو ملګرے. خو بيا هم خلقو ته حکمت په خپلو کارونو کولو صادق ثابت شو.“


کۀ تاسو صرف د هغوئ سره مينه کوئ څوک چې تاسو سره مينه کوى نو بيا تاسو د کوم اجر اُميدوار يئ؟ ولې محصولچيان دغه شان نۀ کوى څۀ؟


څۀ وخت چې عيسىٰ د متى په کور کښې د خپلو مريدانو سره روټۍ ته ناست وو نو ډېر محصولچيان او بدکاران راغلۀ او د دوئ سره په دسترخوان کښېناستل.


څنګه چې عيسىٰ له دې ځايه لاړو نو هغۀ متى نومې سړے د محصُول په کُرسۍ ناست وليدو او هغۀ ته يې وفرمائيل چې، ”ما پسې راځه.“ متى پاڅېدو او په هغۀ پسې روان شو.


نو څۀ وخت وروستو چې عيسىٰ د ليوى په کور کښې روټۍ ته کښېناستو، ډېر محصولچيان، ګناهګاران او د هغۀ مريدان ورسره يو ځائ روټۍ ته ناست وُو، ځکه چې ډېرو خلقو هغه منلو.


ټول محصولچيان او نور بدکاره خلق راغونډ وُو چې د عيسىٰ خبرې واورى.


هلته هغوئ هغۀ له د ماښام مېلمستيا وکړه چې مرتا په کښې خِدمت کولو او لعزر هم د عيسىٰ سره په نورو مېلمنو کښې په دسترخوان ناست وو.


کۀ څوک غېر ايماندار تاسو ته د روټۍ دعوت وکړى او تاسو په تلو راضى يئ، نو هر څۀ چې درته وړاندې کېږدى هغه خورئ او په خپل ضمير کښې سوال مۀ راولئ.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan