Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




لوقا 5:26 - Pakistani Yousafzai Pashto

26 هغوئ ټول سخت حېران شول او د خُدائ پاک ثنا يې ووئيله او يرې واخستل او وې وئيل چې، ”نن مونږ څۀ عجيبه کارونه وليدل.“

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




لوقا 5:26
13 Iomraidhean Croise  

نو بيا به دا ښار ما ته د ټولې دُنيا د خلقو په وړاندې خوشحالى، شُهرت، او عزت راکړى، کله چې دوئ د هغه ټولو ښۀ څيزونو په حقله واورى کوم چې زۀ د يروشلم سره کوم. او خلق به د دې ټول امن او آبادۍ نه متاثره شى او د يرې نه به په لړزان شى.


د هغې نه پس به بنى اِسرائيليان راواپس شى او د مالِک خُدائ خپل خُدائ پاک او د خپل بادشاه داؤد د اولاد لټون به کوى. په آخرى ورځو کښې به هغوئ ريږدېدو سره مالِک خُدائ ته راځى او د هغۀ برکتونه به حاصلوى.


ټول خلق حق حېران شول او دا خبره خوره شوه چې، ”ولې دا د داؤد زوئ نۀ دے د چا چې مونږ تلاش کوُو؟“


هغوئ د قبر نه په هيبت او خوشحالۍ لاړې او په منډه شوې چې مريدان خبر کړى.


خلق په دې ننداره هيبت واخستل او بنى آدم ته په داسې اختيار ورکولو يې د خُدائ پاک ثنا ووئيله.


او هغه پاڅېدو، سمدستى يې خپله بستره واخسته او د ټولو په مخکښې روان شو. دغه شان هغوئ ټول حېران پاتې شول او د خُدائ پاک ثناء يې ووئيله. هغوئ ووئيل چې، ”داسې کار خو مونږ چرې هم نۀ وو ليدلے.“


ټول ګاونډيان په دې خبره هيبت واخستل او دا خبرې د يهوديه په غريزه علاقه کښې هرې خوا ته خورې شولې.


کله چې شمعون پطروس دا نظاره وليدله نو د عيسىٰ په پښو پرېوتو او وې وئيل چې، ”اے مالِکه، زما نه لاړ شه ځکه چې زۀ ګناه ګار يم.“


په هغه ټولو خلقو باندې زبردسته يره خوره شوله او هغوئ ټولو د خُدائ پاک ثنا ووئيله او وې وئيل چې، ”زمونږ په مينځ کښې يو لوئ نبى راښکاره شوے دے او خُدائ پاک د خپلو خلقو د مدد دپاره راغلے دے.“


نو د ګِراسينيانو د مُلک ټولو خلقو عيسىٰ ته مِنت زارى وکړه چې د دې علاقې نه لاړ شه. ځکه چې هغوئ ډېر يرې اخستى وُو. نو هغه کشتۍ ته وختلو او واپس لاړو.


په دوېم ځل يې سخت خبردارے ورکړو او پرې يې ښودل. هغوئ دا فېصله ونۀ کړے شوه چې دوئ ته څنګه سزا ورکړى، ځکه چې ټولو خلقو په هغه شوى کار د خُدائ پاک ثنا وئيله.


او هغوئ زما په وجه د خُدائ پاک ثنا ووئيله.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan