25 او هغه د هغوئ په وړاندې سمدستى پاڅېدو او هغه بستره چې دے پرې پروت وو، يې واخسته او کور ته روان شو او د خُدائ پاک ثنا يې ووئيله.
بيا خُدائ پاک حُکم وکړو چې، ”رڼا دې شى،“ نو رڼا شوه.
نو چې هغۀ وفرمائيل، دُنيا پېدا شوه، د هغۀ په حُکم ژوند پېدا شو.
څوک هم چې د شُکر ګزارۍ قربانى کوى نو زما احترام کوى. څوک چې هم په صحيح لار روان وى، نو زۀ به ورته د خُدائ خلاصون څرګند کړم.“
خلق په دې ننداره هيبت واخستل او بنى آدم ته په داسې اختيار ورکولو يې د خُدائ پاک ثنا ووئيله.
او هغه پاڅېدو، سمدستى يې خپله بستره واخسته او د ټولو په مخکښې روان شو. دغه شان هغوئ ټول حېران پاتې شول او د خُدائ پاک ثناء يې ووئيله. هغوئ ووئيل چې، ”داسې کار خو مونږ چرې هم نۀ وو ليدلے.“
او بيا يې خپل لاسونه په هغې کېښودل، نو بيا سمدستى هغه نېغه ودرېده او د خُدائ پاک ثنا يې ووئيله.
نو سمدستى هغه بينا شو او په هغۀ پسې روان شو. او د خُدائ پاک ثنا يې وئيله. او ټولو خلقو چې دا ننداره وليده نو د خُدائ پاک ثنا يې ووئيله.
عيسىٰ خپل لاس وراوږد کړو، او په هغۀ يې کېښودو او وې فرمائيل چې، ”آو، زۀ غواړم. پاک شه.“ او په هغه ساعت د جذام نه جک جوړ شو.
نو بيا په دوېم ځل هغوئ هغه سړے راوغوښتو څوک چې ړوند وو او ورته يې ووئيل، ”خُدائ پاک ته مخ کړه او رښتيا ووايه، خو مونږ ته دا پته ده چې دا سړے ګناه ګار دے.“