2 نو هغۀ دوه کِشتۍ د اوبو په غاړه وليدلې چې ماهيګران ترې نه راکوز شوى وُو او خپل جالونه يې وينځل.
عيسىٰ د ګليل درياب په غاړه ګرځېدو چې دوه وروڼه يې وليدل، يو شمعون چې د پطروس په نوم ياديږى او د هغۀ ورور اندرياس. هغوئ په درياب کښې جال اچولو ځکه چې هغوئ ماهيګر وُو.
کله چې عيسىٰ د دې ځائ نه وړاندې لاړو نو دوه وروڼه يې وليدل، يعقوب د زبدى زوئ او د هغۀ ورور يوحنا چې په کشتۍ کښې يې د خپل پلار زبدى سره جالونه مرمت کول. هغوئ يې راوبلل.
کله چې عيسىٰ د ګليل درياب په غاړه ګرځېدو نو هغۀ دوه وروڼه وليدل چې شمعون او د هغۀ ورور اندرياس وو. هغوئ په درياب کښې جال اچولو ځکه چې هغوئ ماهيګر وُو.
کله چې عيسىٰ د دې ځائ نه لږ وړاندې لاړو نو هغۀ يعقوب د زبدى زوئ، او د هغۀ ورور يوحنا وليدل، چې په خپله کشتۍ کښې ناست وُو او جالونه يې مرمت کول.
يوه ورځ چې عيسىٰ د ګِنيسرت درياب په غاړه ولاړ وو نو لويه ګڼه ترې راچاپيره وه چې د خُدائ کلام واورى،
هغه يوې کِشتۍ ته وروختو کومه چې د شمعون وه او هغۀ ته يې وفرمائيل چې، ”د غاړې نه يې لږه وراخوا کړه.“ بيا هغه په کِشتۍ کښې کښېناستو او خلقو ته يې تعليم شروع کړو.
په هغوئ کښې يو اندرياس د شمعون پطروس ورور وو چا چې هغه خبرې واورېدې کومې چې يحيىٰ کړې وې نو بيا هغه عيسىٰ پسې روان شو.