11 کله چې هغوئ کِشتۍ غاړې ته راوستلې نو هر څۀ يې پرېښودل او په هغۀ پسې روان شول.
داسې کس زما قابل نۀ دے چې د خپل مور پلار سره زما نه زياته مينه کوى او هغه څوک هم چې زما نه زياته مينه د خپل زوئ يا لور سره کوى.
په دې خبرې پطروس ووئيل چې، ”ګوره مونږ خو د دې دپاره هر څۀ پرېښى دى چې تاسو پسې روان شُو، نو هلته به زمونږ دپاره څۀ وى؟“
او هر هغه چا چې زما د خاطره وروڼه، خوېندې، مور پلار، اولاد، زمکه، جائيداد او کورونه پرېښى دى هغوئ به يو په سل بيا مومى او د تل ژوندون به بيا مومى.
هغوئ سمدستى خپل جالونه پرېښودل او په هغۀ پسې روان شول.
هغوئ سمدستى کشتۍ او خپل پلار پرېښودل او په هغۀ پسې روان شول.
بيا عيسىٰ هغۀ ته وکتل، په هغۀ يې مينه راغله او ورته يې فرمائيل چې، ”په تا کښې د يو څيز کمے دے، لاړ شه خپل ټول مال حال خرڅ کړه او خوارانو له يې ورکړه، نو بيا به تۀ د آسمان خزانې ومومې. بيا راځه، او په ما پسې شه.“
او هغه پاڅېدو، هر څۀ يې پرېښودل او په هغۀ پسې روان شو.