10 او دغه شان د زبدى زامن يعقوب او يوحنا چې د شمعون ملګرى وُو هم حېران پاتې شول. عيسىٰ شمعون ته وفرمائيل چې، ”مۀ يرېږه، د دې نه پس به تۀ انسانان نيسې.“
بيا د آسمان بادشاهى د هغه جال په شان ده چې سمندر ته واچولے شو او په کښې رنګارنګ ماهيان راګېر شُو.
عيسىٰ ورته سمدستى وفرمائيل چې، ”مۀ يرېږئ. دا زۀ يم چې يره ونۀ کړئ.“
بيا د زبدى د زامنو مور د خپلو زامنو سره ورغله، په سجده ورته پرېوتله او خواست يې ترې وکړو.
عيسىٰ ورته وفرمائيل چې، ”ما پسې راځئ او زۀ به تاسو آدمګير جوړ کړم.“
کله چې عيسىٰ د دې ځائ نه وړاندې لاړو نو دوه وروڼه يې وليدل، يعقوب د زبدى زوئ او د هغۀ ورور يوحنا چې په کشتۍ کښې يې د خپل پلار زبدى سره جالونه مرمت کول. هغوئ يې راوبلل.
عيسىٰ هغوئ ته وفرمائيل چې، ”ما پسې راځئ او زۀ به تاسو نه آدمګير جوړ کړم.“
نو هغوئ د بلې کِشتۍ ملګرو ته چغې کړې چې، ”راشئ او زمونږ مدد وکړئ.“ هغوئ داسې وکړل او دواړه کشتۍ يې دومره ډکې کړې چې ډوبېدو ته نزدې شوې.
ځکه چې هغه او د هغۀ ټول ملګرى د ډېرو کبانو په ليدو سخت حېران شوى وُو،
شمعون په چا چې هغۀ پطروس نوم کېښودو، او د هغۀ ورور اندرياس، يعقوب، يوحنا، فيليپوس، برتلماۍ،
شمعون پطروس او توما چې غبرګونے هم بللے کيږى او نتنىايل چې د ګليل د قانا وو او د زبدى زامن، او دوه نور مريدان هم هلته موجود وو.
او هغوئ ټول د روحُ القُدس نه معمور شول او په نورو ژبو يې خبرې شروع کړې څنګه چې روحُ القُدس د خبرو طاقت ورکړو.
کۀ څوک د تيطوس په حقله تپوس وکړى نو هغه ما سره په شريکه ستاسو په خِدمت کښې زما ملګرے دے. او زمونږ د نورو وروڼو په حقله، هغوئ د جماعتونو د طرفه لېږلے شوى دى او مسيح ته جلال ورکوى.
نو بيا به هغوئ د اِبليس د دام نه آزاد شى چا چې دوئ د خپلې مرضۍ د پوره کولو دپاره په هغې کښې نيولى وُو.