39 هغه ورغے او د هغې په خوا کښې ودرېدلو او تبه يې ورټله، نو د هغې نه تبه لاړه، سمدستى پاڅېده او د هغوئ په خِدمت کولو شروع شوه.
نو زۀ به څنګه مالِک خُدائ له د هغې بدل خلاص کړم، د هغۀ د ټولو هغه ښېګړو چې ما سره يې کړى دى.
د عبادتخانې نه په راوتو هغوئ نېغ د شمعون او اندرياس کره لاړل او يعقوب او يوحنا هم ورسره ملګرى وُو.
عيسىٰ هغه ورټلو او وې وفرمائيل چې، ”غلے شه او د دۀ نه راوځه.“ بيا پيرى هغه سړے د خلقو په مينځ کښې په زمکه راوويشتو او بغېر د څۀ نقصانه يې هغه پرېښودو.
د ډېرو نه پيريان هم پاڅېدل او دا چغې يې وهلې چې، ”تۀ د خُدائ پاک زوئ يې.“ خو هغۀ هغوئ ورټل او د خبرو نه يې منع کړل ځکه چې هغوئ ته پته وه چې دے مسيح دے.
مريدان هغۀ له ورغلل او په چغو يې رابېدار کړو، ”مالِکه، مالِکه، مونږ ډوبيږو.“ هغه بېدار شو او سيلۍ او د اوبو چپې يې ورټلې. طوفان ودرېدو نو په هغه ساعت قلاره قلارى شوه.