Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




لوقا 4:36 - Pakistani Yousafzai Pashto

36 خلق حق حېران شول او يو بل ته يې ووئيل، ”د دې سړى په ژبه کښې څۀ کمال دے؟ هغه پوره په اختيار پيريانو ته حُکم ورکوى او هغوئ راوځى.“

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




لوقا 4:36
10 Iomraidhean Croise  

او کله چې پيرے يې ترې وشړلو، نو د هغۀ ژبه ګويا شوه. ټول خلق حق حېران شول او وې وئيل چې، ”په بنى اِسرائيلو کښې هيڅکله هم داسې نۀ دى شوى.“


هغوئ ټول حق حېران شول او د يو بل نه يې تپوس وکړو چې، ”دا لا څۀ دى؟ دا خو د اختيار سره يو نوے تعليم دے. تر دې چې پيريانو ته حُکم کوى، او هغوئ يې هم منى.“


د هغوئ د حېرانېدو څۀ حد نۀ وو. هغوئ ووئيل چې، ”دے چې څۀ هم کوى ډېر يې ښۀ کوى، تر دې چې هغه کڼو له غوږونه او چاړاګانو له ژبې ورکوى.“


او د دې شپونکو خبره چې چا واورېدله، ټول حق حېران شول.


هغوئ د دۀ په تعليم حق حېران شول ځکه چې هغۀ په پوره اختيار سره خبرې کولې.


څوک چې آسمان ته ختلے دے او د خُدائ پاک ښى لاس ته ناست دے، او فرښتې، اختيارمند او قُدرتونو والا يې د هغۀ تابع کړې دى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan