Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




لوقا 4:34 - Pakistani Yousafzai Pashto

34 ”تۀ زمونږ نه څۀ غواړې اے عيسىٰ ناصرى؟ تۀ راغلې چې مونږ هلاک کړې څۀ؟ زۀ دې پېژنم چې تۀ څوک يې، تۀ د خُدائ پاک قُدوس يې.“

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




لوقا 4:34
22 Iomraidhean Croise  

زۀ به ستا او د ښځې په مينځ کښې دشمنى پېدا کړم، د هغې او ستا اولاد به همېشه دشمنان وى. هغه به ستا سر چخڼى کوى او تۀ به هغه په پونده چيچې.“


هغه ښځې الياس ته ووئيل، ”د خُدائ پاک پېغمبره دا تا ما سره څۀ کړى دى؟ تۀ دلته د دې دپاره راغلے يې چې خُدائ پاک ته زما ګناهونه راياد کړې او زما د زوئ د مرګ سبب وګرځې؟“


زما روح به تۀ پرې نۀ ږدې په عالمِ ارواح کښې، خاورې کېدو ته به پرې نۀ ږدې تۀ خپل قُدوس.


اويا وارې اووۀ کاله ستا قوم او ستا مقدس ښار دپاره مقرر شوى دى چې په کښې خپله سرکشى ختمه کړئ، او ګناه بنده کړئ، د بدعملۍ کفاره ورکړئ، نۀ ختمېدونکے صداقت قائم کړئ، د پېغمبرى رويا او پېشګوئې تصديق وکړئ او چې د ټولو نه مقدس ځائ مسح کړئ.


هغوئ چغې کړې، ”اے د خُدائ پاک زويه. تۀ زمونږ نه څۀ غواړې؟ تۀ دلته د دې دپاره راغلے يې چې مونږ د قيامت نه وړاندې په عذاب کړې څۀ؟“


”تۀ زمونږ نه څۀ غواړې اے عيسىٰ ناصرى؟ تۀ راغلې چې مونږ هلاک کړې څۀ؟ زۀ دې پېژنم چې تۀ څوک يې، تۀ د خُدائ پاک قُدوس يې.“


عيسىٰ ډېر بيماران روغ کړل چې په مختلفو بيماريانو آخته وُو او ډېر پيريان يې وشړل. هغۀ پيريان د خبرو نه منع کړل ځکه چې هغوئ ته پته وه چې دا څوک دے.


او په چغو يې ووئيل، ”اے عيسىٰ، د خُدائ تعالىٰ زويه، تۀ زما نه څۀ غواړې؟ خُدائ ته وګوره چې ما مۀ په عذابوه.“


فرښتې جواب ورکړو، ”روحُ القُدس به په تا نازل شى او د خُدائ تعالىٰ قُدرت به په تا سورے وکړى او په دې وجه به هغه مقدس ماشوم د خُدائ پاک زوئ بللے شى.


په عبادتخانه کښې يو سړے وو چې پيريانو نيولے وو. هغۀ په زوره چغې کړې،


د ډېرو نه پيريان هم پاڅېدل او دا چغې يې وهلې چې، ”تۀ د خُدائ پاک زوئ يې.“ خو هغۀ هغوئ ورټل او د خبرو نه يې منع کړل ځکه چې هغوئ ته پته وه چې دے مسيح دے.


کله چې هغۀ عيسىٰ وليدلو نو چغې يې کړې او سجده يې ورته وکړه او دا چغې يې وهلې، ”اے عيسىٰ، د خُدائ پاک زويه، تۀ زما نه څۀ غواړې؟ د خُدائ تعالىٰ دپاره ما مۀ په عذابوه.“


نو د ګِراسينيانو د مُلک ټولو خلقو عيسىٰ ته مِنت زارى وکړه چې د دې علاقې نه لاړ شه. ځکه چې هغوئ ډېر يرې اخستى وُو. نو هغه کشتۍ ته وختلو او واپس لاړو.


او راغلل او معافى يې ورنه وغوښته، او هغوئ يې رابهر کړل او مِنت يې ورته وکړو چې د ښار نه لاړ شئ.


ځکه چې تۀ به زما روح عالمِ ارواح ته پرې نۀ ږدې او نۀ به تۀ خپل قُدوس خاوره کېدو ته پرېږدې.


خو تاسو يو مقدس او صادق سړے رد کړو او د دې په ځائ مو د يو قاتِل د خلاصولو دپاره زارى وکړه.


په حقيقت کښې په دې ښار کښې هيروديس او پنطوس پيلاطوس دواړه د غېر يهودى قومونو او د بنى اِسرائيلو خلقو سره ستا د پاک خادِم عيسىٰ چې تا مسح کړے دے، خلاف يو ځائ شول،


بيا لکه چې د هغۀ بچى انسانان دى، دغه شان عيسىٰ هم انسان شو د دې دپاره چې د مرګ په وسيله هغه څوک چې په مرګ يې قُدرت حاصل وو، يعنې اِبليس، تباه کړى


تۀ په دې خبره يقين کوې چې خُدائ پاک يو دے. دا ډېره ښۀ خبره ده. اګر چې پيريان هم داسې ايمان ساتى او د يرې نه رپيږى.


خو څوک چې هر وخت ګناه کوى، هغه د اِبليس بچے دے ځکه چې اِبليس د ازل نه په ګناه کولو کښې آخته دے. او د خُدائ پاک زوئ د دې مقصد دپاره ظاهر شو چې د اِبليس کارونه برباد کړى.


او هغه اژدها چې زوړ ښامار دے، هغه يې ونيوو، اِبليس يعنې شېطان، او تر زرو کالو پورې يې وتړلو.


د فيلدِلفيه د جماعت فرښتې ته دا پېغام وليکه، هغه څوک چې قُدوس او رښتينے دے داسې فرمائى چې ورسره د داؤد چابى ده او هغه چې دروازه کولاو کړى نو څوک به يې هم بنده نۀ کړى او چې هغه دروازه بنده کړى نو څوک به يې هم کولاو نۀ کړى، هغه داسې وائى چې


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan