31 نو بيا د ګليل کفرنحُوم ښاريې ته په راکوزېدو عيسىٰ د سبت په ورځ خلقو له تعليم ورکولو.
کله چې تاسو په يو ښار کښې وزورولے شئ نو بل ته لاړ شئ. زۀ درته رښتيا وايم چې د دې نه وړاندې چې تاسو د بنى اِسرائيلو په ټولو ښارونو کښې وګرځئ نو اِبن آدم به واپس راشى.
ناصرت يې پرېښودو او په کفرنحُوم ښاريې کښې ډېره شو چې د درياب په غاړه دے چې د زبولون او نفتالى په سرحد کښې دے.
بيا عيسىٰ وفرمائيل، ”بېشکه چې تاسو به ما ته دا متل ضرور واوروئ چې، حکيمه. خپل ځان روغ کړه او دا به ووايئ چې، تا چې هر څۀ په کفرنحُوم کښې کړى دى مونږه هغه اورېدلى دى، هغه څۀ دلته په خپله ښاريه کښې هم وکړه.
خو يهوديانو ديندارې او عزتمندې ښځې او د ښار مشران د پولوس او برنباس خلاف کړل، او د هغوئ په تکليف رسولو يې لاس پورې کړو او دغه شان يې هغوئ د ښار نه بهر کړل.
هغۀ به د هر سبت په ورځ د يهوديانو په عبادتخانې کښې بحث مباحثه کوله او د هغۀ کوشش دا وو چې يهوديان او يونانيان خپل ځان ته راواړوى.