29 هغوئ پورته شول، هغه يې د ښاريې نه بهر وويستو او د هغه غرۀ سر ته يې بوتلو چې دغه ښاريه پرې آباده وه، مطلب يې دا وو چې د هلته نه يې ښکته وغورزوى.
او نور لس زره يې ونيول. هغوئ قېديان د سِلح په ښار کښې د کمر سر ته وخېژول او راوې غورزول، نو داسې هغوئ لاندې په ګټو کښې مړۀ شول.
راکاږى ليندې، خپله تُوره راوباسى بدکاران، ترڅو چې پرې مړۀ کړى غريبان او مظلومان، او چې مړۀ کړى هغوئ څوک دى صادقان.
نو مالِک خُدائ موسىٰ ته وفرمائيل، ”هغه سړے دې خامخا ووژلے شى، ټول قوم به هغه د خېمو نه بهر سنګسار کړى.“
په دې اورېدو د عبادتخانې ټول خلق په قهر شول.
ما ته پته ده چې تاسو د اِبراهيم اولاد يئ خو تاسو زما د وژلو موقع ګورئ ځکه چې ستاسو په زړونو کښې زما د کلام دپاره ځائ نشته.
خو اوس تاسو کوشش کوئ چې ما ووژنئ ځکه چې ما تاسو ته حقيقت ووئيلو چې ما د خُدائ پاک نه اورېدلے وو. اِبراهيم هيڅکله هم داسې نۀ وُو کړى.
نو په دې هغوئ د عيسىٰ د ويشتو پسې کاڼى راواخستل خو عيسىٰ خپل ځان په ډډه کړو او د خُدائ د کور نه ووتو.
نو ځکه عيسىٰ هم د ښار د دروازې نه بهر تکليف وزغملو د دې دپاره چې د خپلې وينې په وسيله خلق مقدس کړى.