21 بيا هغۀ هغوئ ته وفرمائيل، ”نن چې تاسو کوم کلام واورېدلو، نو هغه پوره شو.“
په هغوئ کښې د يشعياه نبى يوه پېشګوئې پوره کيږى چې وائى، ”تاسو به يې بيا بيا اورئ خو پوهېږئ به پرې نه، تاسو به يې په سترګو وينئ خو رسېږئ به پرې نه.
هغۀ طومار ونغښتو، خادِم ته يې واپس ورکړو او کښېناستو او په عبادتخانه کښې ټولو خلقو هغۀ ته نېغ کتل.
هغوئ ټولو د هغۀ صِفت وکړو او د هغۀ د خولې نه د داسې برکتناک کلام په اورېدو حېران شول. هغوئ ووئيل چې، ”ولې دا د يوسف زوئ نۀ دے څۀ؟“
تاسو په غور صحيفې لټوئ ځکه چې تاسو سوچ کوئ چې په دې کښې به ستاسو د تل ژوندون وى خو دا صحيفې هم زما په حقله ګواهى ورکوى.
خو په دې طريقه خُدائ پاک هغه پېشګويۍ پوره کړې چې هغۀ د ټولو نبيانو په وسيله کړې وې چې د هغۀ مسيح به تکليف وزغمى.