16 بيا هغه ناصرت ته راغلو چرته چې هغه لوئ شوے وو او د سبت په ورځ عبادتخانې ته د معمول په مطابق لاړو. هغه د کلام د تلاوت دپاره ودرېدلو،
هلته هغه په ناصرت نومې ښار کښې ډېره شو. دا د نبيانو په وسيله د وئيلے شوې هغه پېشګوئې تر سره کول وُو چې، ”هغۀ ته به ناصرى وئيلے شى.“
هرکله چې يوسف او مريم د مالِک خُدائ د شريعت په مطابق هر څۀ پوره کړل نو هغوئ په ګليل کښې خپلې ښاريې ناصرت ته واپس شول.
او چې هغه د دولسو کالو شو نو هغوئ د خپل دستور په مطابق د اختر دپاره لاړل.
بيا هغه د هغوئ سره ناصرت ته واپس لاړو او د هغوئ د تابعدارۍ لاندې يې وخت تېرولو. مور يې دا ټولې خبرې په زړۀ کښې پټې وساتلې.
او هغۀ د هغوئ په عبادتخانو کښې تعليم ورکولو او ټولو خلقو د هغۀ لوئى بيانوله.
او ورته د يشعياه نبى طومار ورکړے شو. هغۀ طومار کولاو کړو او هغه ځائ ته راغلو چې په کښې ليکلى وُو چې،
بيا هغۀ هغوئ ته وفرمائيل، ”نن چې تاسو کوم کلام واورېدلو، نو هغه پوره شو.“
بيا عيسىٰ وفرمائيل، ”بېشکه چې تاسو به ما ته دا متل ضرور واوروئ چې، حکيمه. خپل ځان روغ کړه او دا به ووايئ چې، تا چې هر څۀ په کفرنحُوم کښې کړى دى مونږه هغه اورېدلى دى، هغه څۀ دلته په خپله ښاريه کښې هم وکړه.
عيسىٰ جواب ورکړو چې، ”ما دُنيا ته په ډاګه خبرې کړې دى. ما همېشه په عبادتخانو او د خُدائ په کور کښې تعليم ورکړے دے چرته چې ټول يهوديان راغونډيږى او ما په پټه څۀ هم نۀ دى وئيلى.
او پولوس د خپل عادت په مطابق د هغوئ عبادتخانې ته تلو او درې هفتې د هر سبت په ورځ د هغوئ سره د صحيفو نه بحث مباحثه کوله.