10 ځکه چې صحيفې وائى چې، هغه به ستا په حقله خپلو فرښتو له حُکم ورکړى چې ستا حفاظت وکړى.
او هغوئ به تا په خپلو لاسونو کښې پورته کړى هسې نه چې په کاڼى تيندک وخورې.“
اِبليس هغۀ ته ووئيل چې، ”کۀ تۀ د خُدائ پاک زوئ يې نو دې کاڼى ته حکم وکړه چې روټۍ شى.“
عيسىٰ جواب ورکړو، ”صحيفې فرمائى چې، تۀ تش مالِک خُدائ پاک ته سجده کوه او صرف هم د هغۀ عبادت کوه.“
په دې کښې څۀ حېرانتيا نشته، ځکه چې شېطان هم خپل ځان د يو نُورانى فرښتې په شان جوړوى.
ولې ټولې فرښتې خِدمت ګزار روحونه نۀ دى کوم چې د هغه خلقو د خِدمت دپاره رالېږلے شوى دى څوک چې د خلاصون وارثان دى؟